لوبې خبرونه

د کرکټ نړی ٥ بهترین بالران څوک دی؟

که څه هم دا ډېره سخته ده چې یو فاسټ بالر د غټو لوبغاړو او یا د غتو شاټونو په مقابل کی د خپل بالينګ لين او په خپل ځان کنټرول وساتي، تقریبا هره لوبه کې داسې پېښیږي چې یو بالر یو یا هم د يو نه زیات نو بالونه کوي

خو بیا هم د کرکټ په نړۍ کې پنځه داسې نوموتي بالران هم تېر شوي چې د خپل کرکټ په ټول کیریئر کې یې هېڅ نو بال ندی کړی.په دې ډلۀ کې د هندوستان پخوانی نوم وتي ال راؤنډر (کپل دیو) لومړی لوبغاړی دی چې د خپل کرکټ په ټول کیریئر کې یې هېڅ نو بال ندی کړی.

نوموړي د ۱۹۷۸ کال څخه تر ۱۹۹۴ کال پورې د هندوستان لپاره نړیوال کرکټ وکړ، نوموړي په ۱۶ کلن کرکټ کیريئر کې ټولټال (۳۸۹۴۲) توپونه ګوزار کري چی هیس نو بال يی ندی ترسره کری

دوهم: لانس ګبز.ویسټ انډیزي سلو یا (ورو) توپ اچونکي چې په ټیسټ کرکټ کې یې د لومړي سپېن توپ اچونکي په توګه ۳۰۰ ویکټې هم اخیستي وې په (۷۹) ټیسټ او درې یو ورځنۍ لوبو ترسره کولو سره هېڅ نو بال يی ندی ګوزار کړی.

دریم: ائین بوتهم.د انګلستاني ال راؤنډر د خپل کرکټ په ۱۶ کلن کیریئر کې په ټولټال ۱۰۲ ټیست او ۱۱۶ یو ورځنۍ لوبو کې هېڅ نو بال ندی ترسره کړی.څلورم: ډینس لليدغه استراليوی فاسټ بالر د خپل کرکټ کیریئر کې ټولټال ۷۰ ټیسټ او ۶۳ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې هېڅ نو بال یې ندی ګوزار کړی.

20210904 154401

پنځم: ښاغلی عمران خان چې اوسمهال د پاکستان صدراعظم هم دی.د پاکستان نوموتی پخوانی ال راؤنډر او لوبډلمشر ( عمراخان) په په ټولټال ۸۸ ټیسټ او ۱۷۵ یو ورځنۍ لوبو کې هېڅ نو بال ندی ګوزار کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button