د کرېکټ ستوری راشد خان شپږیزه کې د ګډون په موخه افغانستان ته ستون شو

اړوند خبر:
کرېکټ؛ ګربز له خپلې لوبډلې سره یو ځای شو
د افغانستان د کرکټ مخکښ ستوری راشد خان د کورني کرکټ څخه د یوې مودې لپاره د لرې پاتېکېدو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو ترڅو په شپږیزه لیګ کې برخه واخلي او د سپین غر لوبډلې مشري وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولینو اعلان وکړ، چې د هېواد د ملي لوبډلې پیاوړی مشهور لوبغاړی راشد خان به یو ځل بیا په کورني کرکټ سیالیو کې برخه واخلي.
هغه د لسم پړاو شپږیزې لیګ کې د سپین غر ټیم د مشري مسوولیت په غاړه اخیستی دی. لوبډله به یې نن سهار پنجشنبه د امو نهګنانو لوبډلې په وړاندې سیالۍ ته دوام ورکړي.
د راشد خان کورنیو سیالیو ته راستنېدل د کرکټ مینهوالو ته نوې هیله راوړې ده، او ډېری یې په دې باور دي چې د هغه شتون کولی شي د سیالۍ کچه لوړه کړي او ځوان لوبغاړو ته ډېر هڅونه ورکړي.
تر راشد وړاندې د ملي لوبډلې نور لوبغاړي لکه، محمد نبي، صدیق اتل او رحمانالله ګربز هېواد ته راستانه شوي وو.
باید وویل شي چې د شپږیزه کرکټ لیګ په افغانستان کې د کرکټ یو له خورا مهمو کورني سیالیو څخه دی، چې د هېواد د غوره لوبډلې په ګډون سره ترسره کیږي.
د یادولو ده چې دا سیالۍ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون دمخه د نوي استعدادونو پیژندلو او ملي لوبغاړو چمتو کولو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کوي. راشد خان د کرکټ یو نړیوال شخصیت دی چې په معتبرو نړیوالو لیګونو کې یې هم برخه اخیستې ده.