لوبې خبرونه

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان نیمه پای‌لوبې ته لار ومونده

افغانستان د کرېکټ په شل اوریز نړیوال جام کې بنګله دیش ته ماته ورکړه او نیمه‌ پای‌لوبې ته یې لار ومونده

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دغه تاریخي په خوست، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د افغانانو له لوري نمانځل شوي ده.

افغانستان له بنګله‌دېش سره د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام ۵۲مه لوبه کې لومړی توپوهنه پیل کړه او بنګله‌دېش ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.‌ بنګله‌دېش لوبډله د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ته ونه شوای رسېدلی او افغانستان د اتو منډو په توپیر د بنګله‌دېش په ماتلو د شل اوریز جام نیمه‌پایلوبې ته ووت.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د شل اوریز جام نیمه‌پایلوبې ته لاره مومي.

د افغان لوبډلې په زړه پورې سیالي

د افغانستان لوبډلمشر راشد خان له لوبې وروسته وویل: “د یوې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبه زموږ لپاره یوه هیله وه، دا ټول په دې پورې اړه لري چې موږ څنګه سیالۍ پیل کړه او څه باور مو ترلاسه کړ.

afghan (69)
راشد خان

“دا د باور وړ نه ده. هرڅوک ‌ډېر خوشحاله دي، چې موږ په نیمه‌پایلوبه کې پاتې شوو.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان ۱۱۵ منډې جوړې کړې.

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ: د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

د افغانستان کرېکټ لوبډلمشر راشد خان په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ۱۵۰ ویکټې ترلاسه کړې. نوموړي په ۹۱مه پاڼۍ کې د توپ اچونې له عالي ۱۴.۰۸ اوسط سره ۱۵۰ ویکټې بشپړې کړې او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

نوموړی دغه راز په ۱۵۰ ویکټو سره د بنګله دېش له شکېب الحسن مخکې شو او په نړیواله توګه یې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د ډېرو ویکټو له حسابه دویم مقام خپل کړ.

د افغانستان له لوري ماتې شوي لوبډلې

د افغان لوبډلې په ګټه رحمن الله ګربز ۴۳، راشد خان ۱۹ چټکې او ابراهیم ځدراڼ ۱۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان او بنګله‌دېش دواړو لپاره دا سیالي ډېره مهمه وه، دواړو لوبډلو هڅه کوله لوبه وګټي او په ټورنمنټ کې خپل مقام لوړ کړي.

له بنګله‌دېش وړاندې، افغانستان له اسټرالیا سره د جون په ۲۳مه سیالي وکړه چې اسټرالیا د ۱۴۸ منډو هدف په تعقیب په ۱۲۷ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او له دې سره افغان لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر دا لوبه پخپل نوم کړه او تاریخ یې جوړ کړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button