لوبېلوبې خبرونه

د کرېکټ نړۍوال جام؛ هند په لوی توپیر هالنډ ته ماتې ورکړه

د هند کرکټ لوبډلې پرون د هالنډ لوبډلې ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه او له لوبو یې بهر کړل

د کرېکټ نړۍوال جام په ۴۵ او وروستۍ ګروپي لوبه کې کوربه هند د ۱۶۰ منډو په لوی توپیر هالنډ ته ماتې ورکړه. هند د ۴۱۱ منډې هدف ټاکلی و؛ خو هالنډ یې په مقابل کې یوازې ۲۵۰ منډې جوړې کړې. دا لوبه د هند په بنګلور ښار کې د کوربه هېواد له خوا د پچې ګټلو او توپ وهلو سره پیل شوه. هند په پنځوسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان سره ۴۱۰ منډې جوړې کړې. خو هالنډ تر ۴۸ اور پورې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۵۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

هند په دې نړیوال جام کې

هند په دې نړیوال جام کې ټولې لوبې ګټلي دي او تر اوسه یې له ګومې لوبډلې ماته نه ده خوړلي. هند د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې د ټوپوهنې او توپ اچونې دواړه برخو کې قوي لاین درلود او له ټولو لوبډلو سره یې ډېرې ښې لوبې وکړې او اکثره یې په لوی توپیر وګټلې. د هند او هالنډ دواړو لوبډلو تر دې مخکې اته – اته لوبې کړې دي، هند ټولې ګټلې؛ خو هالنډ دوه ګټلې وې.

له هالنډ وړاندې پاکستان هم له نیمه پایلوبې بهر کړل شو

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۴ سیالۍ کې د انګلنډ ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په ۹۳ منډو ماته ورکړه چې له دې سره د پاکستان نیمه پای لوبې ته د تلو ارمان پوره نه شو.

د کوربه هند د کلکتې په ایډنز ګارډن کې انګلنډ پچه وګتله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه او د نهو ویکټو په زیان ۳۳۷ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې پاکستان تر ۴۳. ۲ اور پورې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ د افغان لوبډلې کمساري لوبه او ماته

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان خپله وروستۍ لوبه سوېلي افریقا ته وبایلله

پاکستان نیمه پایلوبې ته د تلو لپاره باید د انګلنډ هدف په ۶.۴ اورونو کې ترلاسه کړی وی.

دا ناممکن کار ترسره نشو او په نړیوال جام کې یې سفر هم پای ته ورسید.

د انګلنډ توپ وهونکو کې بین ستوک ۸۴، جو روټ ۶۰ او جوني بریسټو ۵۹ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

پاکستاني توپ اچوونکو حارث روف او محمد وسیم درې درې ویکټي، شاهین اپریدي دوه او افتخار احمد یوه ویکټه واخیسته.

پاکستانې توپ وهونکو کې سلمان علي اغا ۵۱، بابر اعظم ۳۸ او محمد رضوان ۳۶ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د انګلنډ توپ اچوونکو ډویډ والي ۳ ویکټې، عادل رشید، ګس اتکینسون او معین علي دوه دوه ویکټې او کریس ووکس یوه ویکټه واخیسته.

په نړیوال جام کې دا د دواړو هېوادونو نهمه لوبه وه، پاکستان څلور او انګلنډ له نن سره درې لوبې وګټلې.

د کرېکټ نړیوال جام نومورو له مخې پاکستان پنځم او انګلنډ اووم ځای لري.

د دې جام د نومرو د مهالوېش له مخې؛ هند د ټولو په سر او هالنډ په لسم نمبر دی. هند، سوېلي افریقا، اسټرالیا او نیو زیلنډ د جام نیمه پایلوبې ته وتلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button