لوبې خبرونه

د کر کټ بورډ اجرایه ریس ٣نوي سلاکاران په لوړ معاشونو ټاکلي

د کر کټ بورډ اجرایه ریس ٣.نوي سلاکاران په لوړ معاشونه ټاکلي دکرکټ بورډ اجراييوي شر رحمت الله قريشي چې د ټاکل کېدو سره سم يې د شفافيت خبره کړې وه اوسمهال ېې د ځان لپاره په کرکټ بورډ کې درې سلاکاران ټاکلي دي،

نږي ټاکل شوي سلاکارانو ته شاوخوا ٦٠٠ زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.د کرکټ يو مبصر او کمنټېټر بادام احمدزي تېره ورځ په خپله فېسبوکپاڼه کې په يوه ويډيو کې د دې کسانو نومونه او معاشونه له خلکو سره شريک کړل.هغه وايي، چې رحمت الله قريشي د خپل ترور زوى محمد حسېن د سوداګرۍ په چارو کې خپل سلاکار ټاکلى او ١٢٨١٤٥ افغانۍ مياشتينى معاش ورکوي، همدا رنګه شمس الدين غياثي يې د تدارکاتي چارو سلاکار ټاکلى دى

قريشي
قريشي

او ٣٢٤١٧٠ افغانۍ معاش ورکوي او دريم کس بيا اصف پښتون نومېږي، چې د پالېسۍ جوړولو په چارو کې سلاکار ټاکل شوى دى او ١٤٥٠٠٠ افغانۍ معاش ورته ورکوي.د بادام احمدزي په وېنا، دا سلاکاران په غېر قانوني ډول ټاکل شوي دي.دا په داسې وخت کې ده، چې افغانستان کرکټ بورډ تراوسه پورې د ملي لوبډلې لپاره سپانسر نه لري، ١٥ ورځې وروسته افغانستان له زمبابوې سره د ټېسټ او نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ لري،

خو تردې دمه د ملي ټيم د لباس سپانسر، د ټايټل سپانسر او همدا راز عمومي سپانسر نه دى معلوم.بلخوا د لوبو ځاى، لوبډله، تمرينات او کره نېټو په اړه هم تراوسه پورې کرکټ بورډ له رسنيو او خلکو سره هېڅ معلومات نه دي شريک کړي۔

او دا چې دا لوبې ترسره کېږي، ځنډېږي او که لغوه کېږي، په دې اړه هېڅ معلومات نه خپرول کېږي.د کرکټ بورډ په اړه د دې نه وړاندې هم ویا کېدل چې دويي هيڅ ډول معلومات ملت سره نه شریکوي او هڅه کوي چې هر څه د ملت نه پټ وساتل شي تر څو د دويي د کړنږ مه ملت خبر نشي او دويي خپل شخصي اهدافو ته ورسیږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button