نړیوال خبرونه

د کورنیو چارو وزارت:د توکو د نرخ زیاتیدونکو تجارانو سره به قانوني چلند وشي

کورنیو چارو وزارت نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، هغه پلورنکي چې توکې په لوړه بیه پلوري قانوني چلند به ورسره وشي. د یاد وزارت د خبر پاڼې له مخې ، یو شمېر سوداګر په بازارونو کې خوراکي او د ژوند د نورو لومړنیو توکو په برخه کې احتکار کړی او غواړي چې دا توکي په لوړه بیه وپلوري،

 په وینا یې پولیسو ته امر شوی، چې له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې په بازار کې یې احتکار ته زمینه برابره کړې ده.

د راپورنو له مخې تېره ورځ ننګر هار کې کڼ شمېر هټۍ د ګډ کمېسیون له لورې په دې موخه وتړل شوې چې د توکي یې په لوړه بیه خرڅول، د ننګرهار والي د ښار ټولو هټیوالو ته خبر داری ورکړی، چې

 که هر چا په دغه ستونزمن حالت کې احتکار وکړ او یا یې موجوده مالونه په لوړو قیمتونو وپلورل، دوکانونه او عمده فروشي به یې تر هغې بندې وي چې د کرونا خطر نه وي ورک شوې او همدغه اشخاصو ته به د احتکار دوسیه هم جوړیږي.  دا په داسې مهال ده ، چې د کرونا وایروس د خپرېدو او د یو شمېر بندرونو د تړل کېدو له خبر وروسته، په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې پورته شوې

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button