نړیوال خبرونه

د کومکونو نړیواله ورځ د عربی اماراتو د کومکونو دوام د ستایلو وړ دی

د کوماکس نړیواله ورځ

نن په ټوله نړی کې د کومکونو نړیواله ورځ ده.د کومکونو نړیوالې ورځ په مناسبت باید د متحده عربي اماراتو کړنې وستایل شي.دغه هېواد د افغانستان په شمول د نړی ډېرو غریبو ملکونو په هر مشکل وخت کې لاسنیوی کړی.

د عربی امارتو په ریښه ریښه کې د ورکړې ماده موجوده ده.د امارتو ټولنه هر وخت هڅه کوي چې ضرورت مندو خلکو ته ورکړه وکړي.دوي سره مرسته وکړي هېره دې نه وي چې دغه مرستې د دوي د مشرتابه لخوا څارل کیږي.عربی امارات پغیر له کوم احسان نه غریبو او بې وزله هېوادونو سره مرستې کوي.د دې روښانه بېلګه د عربی امارتو مشرشیخ محمد بن زاید لخوا هوايي برج پرانستل دی.

اوس تازه د عربي اماراتو لخوا د افغاسنتان خوست او پکتیا ولایت زلزله ځپلو سره مرسته وکړه دوي په ټنونو خوارکي توکي او نور طبي سامانونه راوړل.د شیخ مخمد بن زاید په ځانګړې لارښوونه د خوست هوايي ډګر سره بیړنی روغتون جوړ شو.کوم چې د زلزله ځپلو ناروغانو درملنه په وړیا توګه کوله.دغه روغتون ته درمل هم وروړل شول او یو مجهز طبي ټیم هم ورته واستول. 

ور یی ولوله | حکومت د الوتکو د ټکتونو مالیه زیاته کړې

نور یی ولوله | د نجونو د ښونڅیو پر پرانستلو بیا ځلې ټينګار

په پاکستان او سوډان کې اړمنو خلکو ته خوراکي توکي ولېږل شول

د دې پرته په پاکستان او سوډان کې اړو خلکو ته د متحده عربي اماراتو لخوا خوراکي توکي ورسول دوي څو څو ځله د الوتکو په زریعه دغه سامانونه ورسول.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل فیسبوک پاڼه څو ځله د دغه مرستو ذکر وکړ.د پاکستان خارجه وزارت د دغه مرستو له امله مننه وکړه.

د متحده عربي اماراتو ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان تل د اوږدې مودې راهیسې خیریه اړخ سره علاقه لري.

متحده عربي امارات د مرحوم شیخ زاید بن سلطان ال نهیان د ورکولو میراث او تاریخ لري ، خدای دې د هغه روح آرام کړي ، په ټوله نړۍ کې د بې وزلۍ او خورا بې وزلۍ سره مخ خلکو سره مرسته کړې ده.عربی اماراتو همیش په خیریه کارونو کې فعاله پاتې شوي دي.

هېره دې نه وي چې عربي او اسلامي نړۍ بېلابېلو هېوادونو او اروپايي هېوادونو ته د طبي واکسینونو په برابرولو سره د کرونا بحران پر مهال د خیریه طبي مرستو په برابرولو کې هم برخه اخیستې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button