نړیوال خبرونه

د کونسلي خدماتو لپاره په امریکا کې افغان کډوال باید کاناډا ته ولاړ شي

په کاناډا کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې سر له نن چهارشنبې څخه اپریل ۲۰ (وري۳۱) د امریکا په متحدو ایالتونو کې مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونه هم وړاندې کوي. د افغانستان سفارت او کونسلګدۍ په امریکا کې د مارچ په ۱۶ مه نېټه وتړل شوې.

په اوتاوا کې د افغانستان سفارت نن اعلان وکړ چې «د بین المللي کنوانسیونونو او په امریکا او کاناډا کې د موجوده قوانینو او مقرراتو په اساس» یې امریکا کې د مېشتو افغانانو لپاره د کونسلي خدمتونو چارې هم په غاړې اخیستې دي.

په عبدالعادي نجرابي چې په واسنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت مرستیال دي د سفارت د تړل کېدو په ورځ یوه تلویزوني مرکه کې ویلي وه چې ښايي له امریکا څخه د افغانانو د کونسلي خدمتونو چارې کاناډا ته انتقال شي. په اوتاوا کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې دا پرېکړه یې د کاناډا او امریکا حکومتونو سره په مشورې کړې ده.

نور یی ولوله | یونس خان: له شک پرته چې افغان لوبغاړي ډېر لوړ استعداد لري، دوی به سترو لوبډلو ته ماتې ورکوي

په اعلامیې کې راغلي دي: «په اوتاوا کې د افغانستان سفارت او په ټورنټو او ونکوور کې یې کونسلګرۍ په امریکا کې هېڅ نماینده نلري» او په متحدو ایالتونو کې مېشت افغانان باید د کونسلي خدمتونو لپاره له سفارت او یا کونسلګریو سره مستقیم تماس ونیسي چې یا حضوري‌ او یا یې د پوسته خانې له لارې کارونه وشي.

د اټکل له مخې شاوخوا ۲۵۰زره افغانان د امریکا په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي او څه باندې ۷۰زره افغانان په تېرو څو میاشتو کې د تخلیې په عملیاتو کې له افغانستان څخه واېستل شول او امریکا ته انتقال کړل شول. امریکا ته د افغانانو انتقال لا هم روان دی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button