لوبې

یونس خان: له شک پرته چې افغان لوبغاړي ډېر لوړ استعداد لري، دوی به سترو لوبډلو ته ماتې ورکوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې مرستیال روزونکی یونس خان یو ځل بیا افغان لوبغاړي ستایلي دي او ویلي یې دي، چې دوی په لږه موده کې ډېر څه زده کړل.

دغه پاکستانی پښتون لوبغاړی، چې څه موده وړاندې د کرکټ بورډ له لورې د ملي لوبډلې لپاره لنډمهاله روزونکی وټاکل شو، په متحده عربي اماراتو کې له ملي لوبډلې سره په روزنه بوخت دی.

یونس خان د ملي لوبغاړو په اړه پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي:((له شک پرته چې افغان لوبغاړي ډېر لوړ استعداد لري، دوی کې د کرکټ ځانګړې مینه او جذبه پرته ده، هر څه په ډېر غور سره اوري او زده کوي او خپلې لا ډېرې پیاوړتیا او پرمختګ ته سخت تږي او لېواله دي.))

نور یی ولوله | د پوهنې وزارت: یونیسف به راتلوونکې اونۍ په افغانستان کې ښوونکو ته معاشونو ورکړي

هغې زیاته کړې ده:((بیا هم وایم چې په دوی کې لوی استعداد پروت دی، په ډېره کمه موده کې يې ډېر څه زده کړل، ډاډمن یم چې دوی به سترو لوبډلو ته هم ماتې ورکوي.))

هغه د خپل کار او د لوبغاړو سره د تجربو شریکولو په اړه وایي:((ما هم له دوی سره د زړه له تله کار وکړ، ترڅو دوی د خپل هېواد لا ډېر پياوړي استازي او اتلان و اوسي، افغانستان لا ډېر وځلوي او سترې لاسته راوړنې ولري.))

د ویلو ده چې په متحده عربي اماراتو کې د ملي لوبډلې لپاره تمریناتي کیمپ برابر شوی دی، چې د یونس خان ترڅنګ بل پښتون پاکستان توپ اچونکی عمر ګل هم د ملي لوبډلې سره د توپ اچونې په برخه کې مرستیال روزونکی دی او د لوبغاړو په نیمګړتیاو کار کوي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button