د کونړ پر بند به ډېر ژر د برېښنا بندونو چارې پیل شي
اړوند خبرونه:
کاپ غونډه کې له اقلیمي بدلون ځپلو هېوادونو سره د ۴۲۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه
د اقلیمي بدلون په اړه د م.م. “کاپ ۲۹” غونډه په ازاربایجان کې پیلېږي
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وایي، د کونړ ولایت پر سیند د ۱۲۰۰ مېګاواټه برېښنا ظرفیت په درلودلو سره دوه لوی بندونه جوړوي.
منصور ویلي، چې د دغو بندونو جوړولو طرحي به چمتو او وروسته به کار پر پیل کړي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر زیاته کړې، چې د کونړ پر سیند د دوو بندونو د جوړولو سروې بشپړه شوې ده.
نوموړی وایي افغانستان له بېلابېلو سرچینو څخه د ۳۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او دوی هڅه کوي، چې د خصوصي سکټور پر مټ یې چارې پیل کړي.
منصور هغه تشویشونه هم رد کړل چې، ویل کېږي پر دغه سیند د بندونو په جوړېدلو سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ زیات شي.
د نوموړي په وینا له دغه بند جوړولو سره په تېر جمهوري حکومت کې پاکستان هوکړه کړې ده.
کونړ سیند د افغانستان له هغو سیندونو څخه دی چې، پرېمانه اوبه لري او پر دغه سیند د بندونو په جوړېدلو سره به نه یوازې د افغانستان اوبه مهار؛ بلکې په زیاته پيمانه برېښنا به هم تولید کړي.
ختیځ میشتي د دې بند جوړېدو ته له کلونو راهیسې دعاوې کوي او هیله لري، چې طالبان به خپله ژمنه عملي او ژر به د دغو بندونو د جوړولو کار پيل کړي.