د کډوالو عالي کمیشنري: موږ له ښځینه کارکوونکو پرته فعالیت نه کوو
اړوند خبرونه:
ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
ډبلیو ایف پي: څلور میلیونه افغان مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي
د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، له ښځینه کارکوونکو پرته خپل فعالیتونه نشي کولی او د نغدو پیسو ویش یې درولی دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازې عرفات جمال ویلي، چې دا اداره د ښځینه کارکوونکو پرته خپل فعالیتونه نشي کولی.
عرفات جمال ټینګار وکړ چې دې ادارې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو په اړه د محدودیتونو له امله خپل د نغدو پیسو د وېش مرکزونه تړلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اعلان وکړ چې د ا.ا لخوا د ښځو د کار کولو بندیز وروسته یې بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرسته بنده کړې ده.
ا.ا د ۲۰۲۴ کال په پای کې د دوهم ځل لپاره اعلان وکړ چې نادولتي موسسو ته اجازه نشته چې د روغتیا او تعلیم په برخو کې ښځې وګماري.
عرفات جمال دا هم وویل چې د سپتمبر په لومړۍ اوونۍ کې نږدې ۱۰۰زره خلک له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
پاکستان او ایران د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې له ۴ میلیون څخه ډیر افغان کډوال اړ کړي چې خپل هیواد ته راستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مخکې ویلي وو، چې ډېری دا خلک “په زور” راستانه شوي دي.
نړیوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د کډوالو ډله ییز اخراج په افغانستان کې اقتصادي بحران لا پسې خراب کړی دی.