افغان کډوال

د کډوالو نړیواله ورځ؛ اروپایي ټولنه د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکوي

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولي د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت وایي، افغانستان او د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د افغان بې ځایه شویو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره د ۴۷ میلیونه یورو همکارۍ له لارې افغان کډوالو په ځانګړې توګه له ښځو او زیانمنونکو سره د روغتیا، زده کړو او د ژوند د نورو لومړنیو اړتیاو د برابرولو په برخه کې مرستې کوي.

دغې ټولنې دغه راز زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سره په ګډه د خلکو د زغم، ثبات او هیلو پیاوړتیا په موخه د ښځو په مشرۍ د معیشتي چارو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ته چې نن تورخم کې د کډوالو د لېږد امر، بخت جمال ګوهر وایي، پاکستاني لوري د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶۹ افغانان چې د دغه هېواد په بېلابېلو بندخونو کې له دوو تر درېیو میاشتو بندیان وو، خوشې کړي او پرو (پنجشنبه) یې تورخم کې افغان لوري ته سپارلي دي.

د هغه په خبره، ډېری دغو کسانو پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل.

اروپایي ټولنه داسې مهال د افغان کډوالو پر ملاتړ ټینګار کوي، چې پرون پنجشنبه د طالبانو د کډوالو وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي وو، چې جاپان په روان زېږیز کال کې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارو په همکارۍ ۷.۵ ملیونه ډالر لګوي.

دا هم ولولئ:  ډېر ژر به عربی امارات او ترکي ایرلاین کابل ته الوتنې پیل کړې

هغه په نړیواله کچه د مرستو کمښت ته په اشارې ویلي، چې افغانانو سره به د جاپان مرستې د پخوا په څېر دوام ولري.

د جون ۲۰مه د کډوالو حقونو ته د درناوي په موخه هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ملګرو ملتونو له لوري نمانځل کیږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button