د کډوالۍ نړیوال سازمان؛ په دوو اوونیو کې افغانستان ته نږدې ۱۰۰ زره تګراتګونه ثبت شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د سپټمبر له ۲۷مې د اکتوبر تر ۱۰مې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ۹۹ زره او ۷۶۹ تګراتګونه ثبت شوي دي.
په همدې دوو اوونیو کې له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته ۳۹ زره او ۵۴۰ تګراتګونه هم ثبت شوي دي.
سازمان ټینګار کړی چې دغه شمېرې د څارل شویو سرحدي لارو له لارې ثبت شوي تګراتګونه ښيي او باید د بېلابېلو کسانو کره شمېر ونه ګڼل شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان؛ له ایران او پاکستانه څومره تګراتګ شوی؟
د معلوماتو له مخې، له ایران څخه افغانستان ته ۷۲ زره او ۶۹۹ او له پاکستان څخه ۲۷ زره او ۷۰ تګراتګونه ثبت شوي دي.
په دې حساب، افغانستان ته د ټولو ثبت شویو تګراتګونو نږدې درې پر څلورمه برخه له ایران څخه وه.
د افغانستان پر لور د تګراتګونو شمېر د تېرو دوو اوونیو په پرتله ۴ زره او ۹۸ زیات شوی دی.
له ایران څخه د ثبت شویو تګراتګونو له ډلې ۴۱ زره او ۱۸۳ د اسلامکلا، ۳۰ زره او ۸۹ د ورېښم پُل یا میلک او یو زر او ۴۲۷ د ابونصر فراهي له لارې ترسره شوي دي.
د د کډوالۍ نړیوال سازمان د سروې له مخې، له ایران څخه افغانستان ته د راتلونکو ۶۱ سلنه کسانو د خپل سفر لامل ایستل بللي دي.
۲۰ سلنه کسانو د کورنۍ لیدل او شپږ سلنه له خپلو کورنیو سره یوځای کېدل د راتګ لاملونه یاد کړي دي.
له ایران څخه د راغلو کسانو ۴۳ سلنه لږ تر لږه یو کال هلته اوسېدلي وو. ۲۶ سلنه له درېیو میاشتو تر یوه کال او ۳۱ سلنه تر درېیو میاشتو کمه موده په ایران کې پاتې شوي وو. د کډوالۍ نړیوال سازمان
۵۱ سلنه کسانو ویلي چې غواړي لږ تر لږه یو کال په افغانستان کې پاتې شي، خو ۲۱ سلنه لا نه پوهېدل چې څومره موده به په هېواد کې وي.
د سروې ۴۲ سلنه ګډونوالو ویلي چې هېڅ ډول اسناد نه لري. ۴۵ سلنې تذکره، ۲۲ سلنې پاسپورټ او ۱۴ سلنې ویزه لرله. ګډونوالو کولای شول له یوه څخه د زیاتو اسنادو لرلو راپور ورکړي.
له پاکستانه تر ۲۷ زره ډېر تګراتګونه
له پاکستان څخه افغانستان ته ۲۷ زره او ۷۰ تګراتګونه ثبت شوي دي. له دې ډلې ۱۳ زره او ۷۶۰ د سپین بولدک او شپږ زره او ۶۵۴ د تورخم له لارې ترسره شوي دي.
د سروې پر مهال له پاکستان څخه د راتلونکو ۴۷ سلنه افغانانو ویلي چې هلته یې د ناامنۍ احساس کاوه یا د وتلو لپاره تر فشار لاندې وو.
۲۸ سلنه کسانو د ژوند ټیټ لګښت او ۱۷ سلنې د کورنۍ لیدل افغانستان ته د راتګ لامل بللی دی.
د دغو کسانو ۵۷ سلنه لږ تر لږه یو کال په پاکستان کې اوسېدلي وو، په داسې حال کې چې ۳۳ سلنه هلته زېږېدلي یا یې له ماشومتوبه په دغه هېواد کې ژوند کړی و.
د سروې ۸۲ سلنه ګډونوالو ویلي چې غواړي لږ تر لږه یو کال په افغانستان کې پاتې شي.
د د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په همدې دوو اوونیو کې له افغانستان څخه ایران ته ۳۰ زره او ۴۶۴ او پاکستان ته نهه زره او ۷۶ تګراتګونه ثبت شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان
ایران ته د روانو افغانانو ۵۷ سلنه د کار موندل د خپل سفر لامل بللی، په داسې حال کې چې ۱۳ سلنې ویلي په افغانستان کې یې دنده له لاسه ورکړې وه.
پاکستان ته د تلونکو افغانانو له ډلې ۶۱ سلنه د درملنې او روغتیايي خدمتونو، ۳۵ سلنه د کورنۍ لیدلو او ۱۸ سلنه د کار موندلو لپاره تللي دي. ګډونوالو کولای شول له یوه څخه زیات لاملونه وښيي.
د راپور له مخې، په سپټمبر کې له ترکیې څخه یو زر او ۵۶۸ افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ راهیسې له ترکیې څخه د ثبت شویو ستنېدونکو شمېر ۵۳ زره او ۸۷۷ ته رسېدلی دی.
په سپټمبر کې له ترکیې څخه د ستنو شویو کسانو ۷۶ سلنه د پولیسو ځورونه او ۲۲ سلنه خپلسري نیول او بندي کېدل د ستنېدو له لاملونو بللي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې دغه معلومات یوازې د هغو سرحدي لارو تګراتګونه رانغاړي چې د سازمان تر څارنې لاندې دي؛ له همدې امله د افغانستان د ټولو کډوالۍ بهیرونو بشپړ انځور نه وړاندې کوي.



