افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر رییس او نورو چارواکو افغانستان ته سفر کړی

اړوند خبر: 

د ایران سني مذهب امام عبدالحمید: له افغان کډوالو سره د ایران چلند نه زغمونکی دی

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د دغه سازمان چارواکو افغانستان ته سفر کړی دی.

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی د دفتر رییس او سیمه‌ییز مشر د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه افغانستان ته تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان همداراز په افغانستان کې د کډوالو  وضعیت سخت خراب بللی او ټینګار یې کړی د دوی شریکان اوس په هرو لسو کسانو کې یو نفر سره د مرستې کولو توان لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې مخکې هم د راستنېدونکو افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره د څه باندې ۵۰۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې له ایران څخه د افغانانو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي او هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ افغانان هېواد ته راستنېږي.

بلخوا پاکستاني حکومت هم ویلي چې په یاد هېواد کې مېشت د پي او ار کارت‌لرونکي افغان کډوال به هم خپل هېواد ته ولېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button