لوبې

د ګل کریسټ د خوښې لوبغاړي څوک دي؟

د استرالیا پخوانی او نه تکراریدونکی ویکټ ساتونکی

د استرالیا پخواني او نه تکرارېدونکې ویکټ ساتونکي توپ وهونکي ایډم ګیلکریسټ د شل اوریزه کرکټ لپاره پنځه غوره لوبغاړي وښودل، چې په دې پنځه لوبغاړو کې افغان ستوری راشد خان هم شامل دی..

ګیلکریسټ په لومړي انتخاب کې ډیویډ وارنر، په دوهم انتخاب کې بابر اعظم، په دریم انتخاب کې هارډیک پانډیا، په څلورم انتخاب راشد خان او په پنځم انتخاب کې جوس بټلر ځای لري. مارک وا د وارنر په اړه وایي چې هغه په غوره طریقې سره پیل کوي او په ځان باوري وي. د بابر اعظم په اړه وایي، هغه په درېیو واړه فارمیټونو کې ښه توپ وهونکی دی او په هر حالت کې ښه لوبه کوي..

نور یی ولوله | انګلستان پاکستان ته ماتې ورکړه

نور یی ولوله | روهیت شرما د هند تر ټولو بریالی لوبډلمشر شو

هارډیک پانډیا، هغه ښه وړتیا لري

همدغه راز د هارډیک پانډیا په اړه وایي، هغه په توپ وهنه، توپ اچونه، ډګر ساتنه او تفریح کې ښه وړتیا لري او د بټلر په اړه وایي، هغه ډېر متحرک او پیاوړی دی، یو ښه سټروک سره لوبه ختموي..

نوموړی د راشد خان په اړه وایي، راشد خان د پېړۍ غوره لوبغاړی دی، نو ځکه خو دا هم انتخابوم. تر دې وړاندې مارک و هم په پنځه غوره لوبغاړو کې راشد خان شامل کړی و.باید یاده کړو چې راشد خان په تېرو څو کلونو کې خپل ټیمونو ته خورا زیات زحمت ویستی دی او ویاړونه ېې ورته راوړي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button