ژوند او ټولنه

د ګیلاس او راسبېري له روغتیایي ګټو خبر یاست؟

د نورو مېوو په څېر ګیلاس او راسبېري هم ډېرې روغتیایي ګټې لري

نه یوازې د خوند له کبله بلکې د ښکلې ظاهري بڼې له امله هم ګیلاس د خلکو د خوښې مېوه ده. د نړۍ تر ټولو زړه راښکونکې منظره هغه مهال ده، کله چې د ګیلاس غوټۍ غوړېږي.

د ګیلاس په اړه څېړنې

د ګیلاس په اړه څېړنو ښودلې چې په ګیلاس کې شته رنګ لرونکې دانې د عروقي ناروغیو او ستونزو په هوارولو کې ډېره مرسته کوي. ځکه دغه رنګدانې د انتوسیانین (Anthocyanins) څخه ډکه ماده ده، د څېړنو پایله دا هم وايي چې په ګیلاس کې موجود انتوسیانین لس برابره د مېکروب ضد ځانګړنې لري، خو دغه انتوسیانین د اسپرین په څېر معدې ته زیان نه رسوي.

نور ولولئ: د کشمش یا مویزو اوبه بدن لپاره څه ګټې لري ؟

ګیلاس د مېکروب له منځه وړلو ځانګړنه لري، او دا چې ګیلاس په لږه کچه نشایسته، لږ غوړ او ډېر فیبر لري نو ځکه د شکر ناروغانو ته يې د خوړلو توصیه کیږي. ګېلاس په لوړه کچه C ويټامين لري او په ګیلاس کې موجود قند بدن ته زیان نه رسوي نو شکر لرونکي ناروغان کولای شي په ټاکل شوې کچې ګیلاس و خوري. همدارنګه ګیلاس د انسان عصابو ته ډېره ګټه لري په ګیلاس کې د غوړو کچه ډېره ټېټه ده او همدارنګه د نورو بوټو او مېوو په څېر کلسټرول او سوديم نه لري.

د راسبېري روغتیایي ګټې او پېژندنه

راسبېري (Raspberry) توت، شاه توت او توتیو (Strawberry) ته ورته مېوه ده او زېړ، سره او تور ته ورته رنګونه لري. راسبېري تریو خوند لري او د خام، پاخه او جوس په بڼو خوړل کېږي کېږي. د راسبېري بوټی په تودو او مرطوبو سیمو په ځنګلونو او دښتو کې په طبیعي ډول زرغونېږي او ځیني وختونه دغه بوټی کرل کېږي. سپین او ګلابي رنګونو ګلان کوي او ګلان یې د زمري یا اسد میاشتې کې راوځي، او د تلې تر میاشتې پورې دوام کوي.

د راسبېري د بوټي له میوې، پاڼې، تخم، دانې او ګلونو څخه ګټه اخیستل کېږي. د C او Kویټامین غوره سرچینه ده او د وینې د فشار کنټرولولو ته ډېره ګټه لري.

غه کسان چې روماتېزم لري بویه راسبېري و خوري ځکه چې راسبېري د روماتېزم ناروغۍ طبیعي درملنه کوي. د درد له منځه وړلو لپاره ډېره ګټه لري، ځکه چې اسید د سالسیلیک یوه ښه سرچینه ده. همدارنګه د شکر ناروغانو ته راسبېري دېره ګټه لري او د بدن هر ډول مېکروب له منځه وړي، یو ګیلاس راسبېري نږدې لس ګرامه فیبر لري.
که هره ورځ ۳ یا ۴ ګیلاسه د راسبېري جوشول شوې اوبه وروسته له اصلي خوړو څخه و څښئ، د ادرار له بندښت څخه مخنیوی کوي، او د مثانې دردونه له منځه وړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button