سیمه ییز خبرونه

د ګیله من وزیر پر مړینه پراخ غبرګونونه

ګیله من وزیر بېګاه د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او پر مړینه یې ګڼ غبرګونونه ښوول شوي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او مبارز شاعر ګیله من وزیر له مړینه وروسته د امرالله صالح په ګډون لروبرو افغانانو، سیاسي  شخصیتونو، لیکوالانو او فرهنګیانو ګڼ عکس العملونه ښوولي دي.

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ، د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل، د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي، راشد خان او یو شمېر سیاستوالو د ګیله من وزیر پر مړینې خواشیني څرګنده کړه.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی وایي، چې د ګیله من وزیر په څېر لږ کسان کولی شي ظالمانه شرایط بیان کړي.

محسن داور د ګیله من وزیر د مړینې په غبرګون په خپل اېکس کې لیکلي: «د افغان وطن له مينې څخه ډکه خوږه شاعري به دې د تل لپاره زموږ په زړونو کې وي.»

د نوموړي په خبره؛ د ګیله من وزیر شاعري به راتلونکو نسلونو ته الهام ورکوي.

د پښتون ژغونې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی او شاعر ګیله من وزیر چې څو ورځې وړاندې په سر وهل شوی و، بې ګاه د شپې په روغتون کې مړ شو.

منظور پښتون

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، چې هغه له درېیو ورځو درملنې وروسته په روغتون کې مړ شو.

منظور پښتین دغه راز په خپل اېکس کې لیکلي: «ما په ژوند کې تر ټولو ما ته نږدې، خوږ او وفادار ملګری، یو پیاوړی ننګیالی د خپلواکۍ او افغانیت مبارز، د پي ټي ام مخکښ، د پښتون افغان اولس ریښتینی ترجمان شاعر ګیله من پشتین د استعماري جابر ریاست د ظلم پر خلاف او د خپلواکۍ په خاطر مبارزه کې شهادت قبول کړو خو سر یې ټیټ نه کړو.»

نور ولولئ: منظور پشتین: بغلان کې وروستي سیلابونه یو ستره غمیزه ده

نور ولولئ: د منظور پشتین په موټر لومړی ډزې شوې او بیا نیول شوی دی

د ګیله من وزیر مړینه د زرګونو پښتونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي او د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي هم د ګیله من وزیر په مړینه خواشیني څرګنده کړې.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «په وینو یې د مبارزې لاره روښانه شوه، ‏ګیله من ته د جنت او کورنۍ او ملګرو ته یې د صبر دعا کوم.»

د افغان لوبغاړو د خواشینۍ پیغامونه

له دې سره؛ د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر او د کرېکټ د نړۍ ستوري راشد خان په خپل فېسبوک کې د ګیله من وزیر د مړینې په اړه خواشیني څرګنده کړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د شپې ناوخته وویل، چې له ټولو هڅو سره – سره ډاکتران ونه توانېدل چې ګیله من وزیر وژغوري.

هغه زیاته کړه، چې د نوموړي جسد به سبا خپل پلرني ټاټوبي وزیرستان ته انتقال شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button