د یعقوب مجاهد څرګندونې؛ پاکستان کمزوری او ځان ته محتاج افغانستان غواړي

د یعقوب مجاهد څرګندونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافونو په اړه تازه بحثونه راپورته کوي. د طالبانو دفاع وزیر ادعا کړې چې د پاکستان پوځ او استخبارات په افغانستان کې یو کمزوری او پر اسلاماباد متکي حکومت غواړي.
محمد یعقوب مجاهد په یوه مرکه کې ویلي، پاکستان هڅه کوي افغانستان له سیاسي، اقتصادي او پوځي پلوه پر ځان متکي وساتي او د کابل په بهرنۍ پالیسۍ کې نفوذ ولري.
د نوموړي په باور، د پاکستان د افغانستان اړوند تګلاره تر ډېره د دغه هېواد د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا ټاکل کېږي. تاند
د یعقوب مجاهد څرګندونې؛ د پاکستان پر پالیسۍ یې څه نیوکې کړې؟
مجاهد ویلي، د پاکستان پوځي او استخباراتي مشرتابه نه غواړي افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او یو پیاوړی، خپلواک مرکزي حکومت ولري.
هغه ادعا کړې چې اسلاماباد غواړي افغانستان په بېلابېلو برخو کې کمزوری پاتې شي، څو د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر پاکستان تکیه وکړي.
د طالبانو دفاع وزیر د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د پاکستان د نفوذ هڅه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف له مهمو عواملو بللې ده.
د نوموړي په وینا، پاکستان غواړي د افغانستان د بهرنیو اړیکو په ټاکلو کې ونډه ولري او د دغه هېواد پوځي ځانبسیاینه محدوده وساتي.
هغه ویلي، دا هغه اهداف دي چې د سیمې د سیاسي وضعیت او د پاکستان د تګلارو له ارزونې څخه یې درک کړي، که څه هم په خبره یې، اسلاماباد ښايي دا غوښتنې په ښکاره نه وي مطرح کړې. د یعقوب مجاهد څرګندونې
د یعقوب مجاهد څرګندونې ښيي چې نوموړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلاف یوازې د اوسني حکومت موضوع نه بولي، بلکې د دواړو هېوادونو د اړیکو له اوږد تاریخ سره یې تړي.
د ډیورنډ کرښه او د دواړو هېوادونو تاریخي اختلافونه
مجاهد د ډیورنډ کرښې مسئله د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارې یو مهم احتمالي لامل بللی دی.
هغه ویلي، د ده د ارزونې له مخې، اسلاماباد د همدې اختلاف له امله هڅه کوي چې افغانستان په سیاسي او پوځي برخو کې پیاوړی نه شي.
د طالبانو دفاع وزیر د افغانستان پخوانیو حکومتونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د خلق او پرچم له حکومتونو، د امریکا تر ملاتړ لاندې جمهوري نظام او د طالبانو له اوسني حکومت سره هم د اړیکو په برخه کې اختلافونه لرلي دي. د یعقوب مجاهد څرګندونې
نوموړي له دې تاریخي بېلګو داسې استدلال کړی چې د پاکستان د افغانستان اړوند غوښتنې یوازې له یوه ځانګړي حکومت سره تړاو نه لري.
د ډیورنډ کرښه له اوږدې مودې راهیسې د کابل او اسلاماباد ترمنځ یوه اختلافي موضوع ده. افغان حکومتونو په بېلابېلو دورو کې د دې کرښې په اړه اعتراضونه لرلي، خو پاکستان یې د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي پوله بولي.
مجاهد مخکې هم ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه یوازې د حکومتونو صلاحیت نه دی او د افغانستان د خلکو له دریځ سره تړاو لري.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کابل او اسلاماباد اړیکې له نوو سیاسي او امنیتي اختلافونو سره مخ شوې.
سره له دې چې د طالبانو د واکمنېدو په لومړیو کې د پاکستان ځینو چارواکو د افغانستان د سیاسي بدلون هرکلی کړی و، وروسته د دواړو لورو ترمنځ اختلافونه زیات شول. د یعقوب مجاهد څرګندونې
پاکستاني چارواکو په بېلابېلو وختونو کې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي، خو د طالبانو حکومت دغه تورونه رد کړي دي.
د یعقوب مجاهد څرګندونې د همدې اختلافونو په دوام کې مطرح شوې دي. نوموړي د پاکستان پر پوځي او استخباراتي ادارو تور پورې کړی چې د افغانستان خپلواکه بهرنۍ پالیسي او پوځي پیاوړتیا د خپلو ګټو خلاف بولي.
تر اوسه د دغو تازه څرګندونو په اړه د پاکستان د حکومت یا پوځ مشخص غبرګون نه دی څرګند شوی.



