نړیوال خبرونه

د یوازیتوب ځپلو ماشومانو اکاډمیک فعالیتونه سخت اغیزمنیږي

هغه ماشومان چې د یوازیتوب احساس کوي، له یوې له رواني او ذهني پلوه ګډوډ وي او د ټولګي فعالیت یې هم د هغو کسانو په پرتله، چې یوازې نه وي، سخت اغیزمن کیږي.

په دې ډول ماشومانو کې له ښوونځي څخه د تښتېدو او پرېښودو لیوالتیا هم لېدل کېږي. یوې نوې څیړنې موندلې چې که چیرې دولس کلن ماشومان سخت یوازیتوب تجربه کړي، د دوی اکادمیک فعالیتونه سخت اغیزمن کیږي.

د یادولو وړ ده چې د کورونا وبا پر مهال د ماشومانو یوازیتوب یوه ډیره مهمه او جدي ستونزه ده، چې باید ژر تر ژره ورته پاملرنه وشي. که ماشومان د اوږدې مودې لپاره له خپلو ملګرو څخه لیرې وي، نو دوی به د اغیزمن کیدو احتمال ولري.

نور یی ولوله | د زړه ضربان زیاتېدل او د وزن کمېدل د کومې ناروغۍ نښه ده؟

یوازیتوب ځپلي ماشومان د ډیرو رواني اختلالاتو له امله ځان ځوروي، خپه وي او په خپله علمي وړتیا کې شاته پاتې کیږي. دا ډول ماشومان اکثرا موبایل یا کمپیوټر کې بوخت وي.

دغې څیړنې ښودلې ده، که دغه ماشومان په وخت سره د یوازیتوب له منګولو را وایستل شي، نو په چټکۍ سره به روغ شي او دا هغه درملنه ده چې پوهانو یې سپارښتنه کړې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button