کورني خبرونه

د یوناما مشری طالبانو سره پر اقتصاد او بشري حقوقو خبری کړی

 افغانستان افغانستان

د یوناما مشره طالب چارواکو سره پر اقتصادي‌ ناورین او بشري حقوقو خبری کړی  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ  یوناما مشرې ډبورا لاینز د شنبې پر ورځ کابل کې له یو شمېر طالب چارواکو سره لیدنه  کی بېلابېلو ستونزو   خبرې کړې ..

ښاغلی  لاینز د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي‌ او د طالبانو د لومړي‌ وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنو کې افغانستان کې د  اقتصادي‌ ناوړه  وضعیت ، بشري حقوقو او همشموله حکومت په اړه خبری کړی یوناما د دې لیدنو په اړه  پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي د ملګرو ملتونو استازې ټینګار کړی چې افغانستان سره به چټکی مرستې وشی خو ټول اړخونه  باید د اقتصادي‌ ناورین  مخنیوي لپاره هڅې وکړي بل اړخ طالبان وايي  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې اطمنان  ورکړی.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

چې په  راتلونکي کې به امریکا ته لاړه شي او هلته به د هغه هېواد له چارواکو سره خبرو کې د افغانستان د پیسو  زیرمو او بانکونو په اړه خبری وکړی . خو یوناما خپله اعلامیه کې دې احتمالي سفر او د افغانستان د بانکي سیستم بیا پرانیستل  موضوع ته کومه اعشاره  نده کړې دا څرګندونې پر داسې مهال کړی  چې امریکايي چارواکو څو ورځې  مخکی یو ځل بیا ټینګار وکړه چې د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر پولي زېرمې به چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي طالبانو ته و نه سپاري..

خو امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې له افغانانو سره د بشري همکاریو لپاره قانوني‌  چارې لټوي طالبانو اعلان کړی چې د افغانستان اقتصادي ناورین له امله   کارګرو ته د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پروګرام پیل کوی پر افغانستان د طالبانو له حاکمیدو  سره په  هېواد کې بېکاري‌ او بېوزلي  خوره زیاته شوې.

 د دولت پانګې کنګل شوې دي او سلګونه زره خلک له هېواده وتلو ته اړ شوي طالبانو بیا بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې پانګې ازادې کړي او سیاسي ستونزی  دې له بشري مرستو  بیلی وساتي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button