د یوه ایراني پوهنتون استاده: له ایرانه د افغان پوهانو کډوالي لوی زیان دی، ځکه ایراني پوهان پخوا وتلي
د علامه طبابایي پوهنتون مرستیاله ماندانا تیشهیار وايي، له ایرانه د افغان پوهانو کډوالي به ایران ته ستر زیان ورسوي
اغلې تیشهیار وویل، له ایران، ایراني پوهان لا پخوا کوچېدلي، خو که راغلي افغاني پوهان هم له دغه هېواده ووځي، نو دا به د ایران لپاره په سختۍ جبرانېدونکی زیان وي.
د دغه پوهنتون استادې په «ایران کې د علمي شخصیتونو کډوالي، ننګونې او حل لارې» په یوه غونډه کې ویلي، چې ایران ته د افغانانو کډوالي په ۱۳۵۰ لسیزه کې پیل شوې او اوس د دوی دویم او دریم نسل په ایران کې ژوند کوي، چې په وینا یې هغوی په ایران کې زدهکړې کړې او لوی شوي دي.
د طالبانو له واکمنېدو سره ایران ته د بشري لپاره تلل
د ایرنا د راپور له مخې، تیشهیار وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یوه څپه له دغه هېواده وتلې چې د «پوهنتونونو استادان، محصلان، ډاکټران، انجینران، وکیلان، اقتصاد پوهان، ټولنپوهان، خبریالان، لیکوالان او ورزشکاران په کې شامل دي ایران ته د بشري پانګې تر څنګ مالي پانګه هم له ځان سره لري».
نور ولولئ: د خوست طالب والي: افغانستان لوستي بشري قوه له لاسه ورکړي ده
نور ولولئ: طالبان: ادارو کې تجربهلرونکې او اکاډمیک کسان ګومارل کېږي
تیشهیار دې ته په اشارې سره چې دغه کسان له څه مودې وروسته د بیلابیلو دلایلو له مخې له ایرانه وځي وویل: «د هغوی د پاتې کېدو لپاره هیڅ ډول هڅه نه ده شوې، له ایران څخه د افغانانو د یادې ډلې کډوالي د دغه هیواد په ګټه نه ده او په اوږدمهال کې به د ایران په زیان تمامه شي. »
د ایران راتلونکی نسل له فارسي ژبې بې برخې کېدل
د دغه پوهنتون استادې زیاته کړه چې له ایرانه د افغان کډوالو په وتلو سره به د دوی راتلونکی نسل له فارسي ژبې بې برخې شي. هغې وویل: «افغان کډوالو کولای شوای د ځینو مسلو لکه قاچاق، امنیت، له ترهګرۍ سره مبارزه، چاپیریال، د اقلیم بدلون، د اوبو د مسلې په حل کې له ایران سره مرسته وکړي.»
په ورته وخت کې د علامه طباطبايي پوهنتون مرستیالې په افغانستان کې له زدهکړو څخه د ښځو او نجونو د مخنیوي مسلې ته په اشارې وویل، چې د «طالبانو له خوا د ښځو د زدهکړو مخنیوی به د دې لامل شي، چې په راتلونکي کې د دوی اولادونه په ښه توګه زدهکړې ونه کړي. چې زیان به یې ایران ته هم ورسیږي.»
سره له دې چې د طالبانو رژیم ددغه بشري پانګې زیان عملاً ویني، خو د بېرته راوستلو یې هېڅ برنامه تر لاس لاندې نشته.