نړیوال خبرونه

د ۱۳۱ ښارګوټو د جوړونې او بیارغونې لپاره د ښار جوړونې وزارت طرحه

د ښار جوړونې او ځمکې وزارت وايي چې په کابل او نورو ولایتونو کې یې د ۱۳۱ ښارګوټو د جوړونې او بیارغونې لپاره طرحه چمتو کړې ده.

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت مسوولین د امارات، قطر او چین له لوري په هېواد کې د یو شمېر دولتي او خصوصي ښارګوټو د جوړونې او بیا رغونې بهیر له پیلېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت سرپرست زیاتوي، دغه بنسټ غواړي په ټول هېواد کې ۱۳۱ ښارګوټي جوړ او ځینې یې بیا ورغوي. د ښار جوړونې او ځمکو وزارت سرپرست حمدالله نعماني وویل:«د ښارجوړونې وزارت د ۱۳۱ ښارګوټو لپاره پلان جوړکړی دی، ډېری دغه ښارګوټي دولتي دي او شخصي ښارګوټي هم په دغې طرحې کې شاملېږي.»

نور یی ولوله | د نوې اردو د جوړولو لپاره څه باندې ۱۳۰ زره ځواکونو نوم لیکنه کړې

ښاغلی نعماني زیاتوي، د یادو ښارګوټو اپارتمانونه به پر دولتي کارکوونکو ووېشل شي او پیسې به یې هم د هغوی له معاشونه وضعه شي:«د هغه پیسې په میاشتنۍ بڼه او یا هم په کلنۍ بڼه به جمع شي او کولای شي چې د قسط په بنه هم ورکړي.»

یو شمېر هېوادوال هم له ښارجوړونې وزارته غواړي چې، ولسي وګړو ته هم د اقساتو په بدل کې د اپارتمانونو د ورکړې بهیر پیل کړي.

 

د کابل یوه اوسېدونکي طلوع نیوز ته وویل:«له اسلامي امارته غواړو چې جوړ شوي او نیمه کاره ښارګوټو کارونه پای ته ورسوي او هغو کسانو ته چې کور نه لري او ځای نه لري ووېشي.» د ښار جوړونې وزارت همداراز ویلي، د دغو ښارګوټو د جوړولو په پیل سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button