سیمه

د ۱۹۹ رایو په ترلاسه کولو «ایاز صادق» د پاکستان د پارلمان رئیس شو

ایاز صادق په داسې حال کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ رئیس وټاکل شو چې لا هم ځینې ګوندونه تر شوي ټاکنې شفافې نه بولي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ایاز صادق د پاکستان د قامي اسمبلۍ رئیس وټاکل شو او دغه شخص تر ټولو ډېرې رایې وړي دي چې د پاکستاني پارلمان رئیس انتخاب کړل شو.

د پارلمان ریاست ته هغه کسان هم نوماند شوي وو چې ګوندونو ته یې اوسنۍ ټاکنې د نه منلو وړ دي.

ایاز صادق د مسلم لیګ ن ګوند مخکښ غړی

ایاز صادق د مسلم لیک ن یا نواز ګوند چې د پاکستان په سیاسي لوبو کې مهم لوبغاړی دی، یو مهم مشر بلل کېږي او د ګوند دننه د باور یوه څېره بلل کېږي.

ayaz sadiq2
د ۱۹۹ رایو په ترلاسه کولو «ایاز صادق» د پاکستان د پارلمان رئیس شو

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې مشر ایاز صادق د ۱۹۹ رایو ګټلو سره د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ مشر وټاکل شو.

نور ولولئ: شهباز شریف ۵ ګوندونو ایتلاف کې د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان نوماند کړ

نور ولولئ: پاکستان کې پر ګډ حکومت د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند هوکړه

نور ولولئ: نن پاکستان کې پارلماني ټاکنې کېږي

ښاغلی صادق له ځیرکو سیاستوالو دی چې له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ کال هم د پاکستان د پارلمان مشر پاتې شوی دی.

د عمران خان په مشرۍ پاکستان د تحریک انصاف ګوند ملاتړي نوماند امیر ډوګر په نننیو ټاکنو کې ۹۱ رایې وګټلې.

د لوړې ترسره کول

پاکستان کې په ټاکنو کې بریالي شوو نوماندانو پرون د قامي اسمبلۍ لپاره د پنځو کلونو دورې په خاطر لوړه وکړه.

د پاکستان د پارلماني غړو په لوړه کې د مسلم لیګ نواز مشر نواز شریف او ورور یې شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري، همدارنګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان او ځینې نورو مشرانو هم لوړه وکړه.

د پاکستان ټاکنو کې د عمران خان ډله چې ې د ۹۲ څوکیو ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکې ده، دغه انتخابات له درغلیو ډک بولي او د پلټنو غوښتنه کوي.

ayaz sadiq
د ۱۹۹ رایو په ترلاسه کولو «ایاز صادق» د پاکستان د پارلمان رئیس شو

تر تحریک انصاف ګوند وروسته مسلم لیګ نواز ډله د د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.

بل لورته په بلوچستان، سند او پښتونخوا کې ځینې ګوندونه د ټاکنو پر پروسه نیوکې لري او وايي چې په دغه پارلماني ټاکنو کې درغلۍ شوي دي.

ځینې بیا دا اعتراض هم لري چې ځینو مذهبي ګوندونه ته د چوکیو او په راتلونکې حکومت کې ونډې ژمنې او باج هم ورکړل شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button