سپورټ
رجحان

د ۲۰۲۴ کال د پارالمپیک سیالۍ؛ افغانې ذکیه خدادادي د ژېړو مډال خپل کړ

افغانې ذکیه خدادادي د ۲۰۲۴ کال د پارالمپیک سیالیو خپل حریف ته په ماتې ورکولو د ژېړو مډال په نوم کړ

دغه افغان لوبغاړي داسې مهال بریا تر لاسه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واک ته رسېدو سره د نجونو او ښځو پر مخ د کار او زده کړو دروازې وتړلي، دوی یې له تفریحي ځایونو منع کړې او لا ډېر محدودیتونه یې ورباندې وضع کړل.

د لوبو په برخه کې هم افغان مېرمنې اجازه نه لري چې سپورټ وکړي او یا هم نړیوالو کې د ګډون اجازه ورکړل شي. 

د ذکیه خدادادي لوبه

پارالمپیک,ذکیه خدادادي

د افغانستان د تکواندو پخوانۍ لوبغاړې او د پارالمپیک د نړیوالې کمېټې د کډوالو ټیم غړې ذکیه خدادادي، د کیوبا او ترکیې لوبغاړو ته په ماتې ورکولو او لوبې ته د مراکشۍ لوبغاړې نه حاضرېدو سره د ژېړو مډال وګاټه.

ذکیه خدادادي د ازبکستان له لوبغاړې په لږ توپیر ۳-۴ ماتې وخوړه او د سپینو او سرو زرو مډال ګټلو چانس یې له لاسه ورکړ.

اغلې ذکیه د پاریس د پارالمپیک سیالیو کې د ۴۷ کیلو ګرامه کې لوبه کوله.
نور ولولئ | افغانستان په تکواندو کې په نړیواله کچه ۲۹ مقام خپل کړ

اغلې خدادادي د خپلې کیوبایۍ سیالې پر وړاندې د ۲۱ او ۲۱ په توپیر بریا ته ورسېده او د ترکیې لوبغاړې ته یې هم د نهو په مقابل کې په یوه امتیاز ماتې ورکړه.

د ذکیه خدادادي پیغام

ذکیه خدادادي چې د پاریس المپیک سیالیو پرانیستې مراسمو کې یې مشال لېږدولی، د میلیونونو افغان او نورو کډوالو په استازیتوب د ۲۰۲۴ کال پاریس پارالمپیک سیالیو د پاراتکوانډو برخه کې ګډون کړی دی.

ذکیه خدادادي د ۲۰۲۰ کال په توکیو المپیک سیالیو کې د افغان په استازیتوب ګډون کړی و، خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هېواد ته ستنه نه شوه او بیا یې وروسته په فرانسه کې د کډوالو ټیم غړیتوب ترلاسه کړ.

تېره ورځ د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي وو، چې افغان نجونو ته د زده کړو کولو حق ورکړي او بشري حقونو ته هم پام وساتي. 

خو دا غوښتنې داسې مهال کېږي چې طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په تصویب او توشیح سره د ښځو حقوق او ازادي نوره هم محدوده کړه. 

د افغان ملت او نړیوالو له غوښتنو سره سره بیا هم طالبان دې ته حاضر نه دي چې د ښځو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او د کار کولو اجازه ورکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button