اقتصاد او سوداګري

د ۲۰۲۵ کال د نړۍ بډایه ښارونه او میلیونران

امریکا لا هم د ۲۰۲۵ کال «د نړۍ د شتمنو ښارونو» په نوې درجه‌بندۍ کې مخکښه ده، ځکه چې د نړي په ۵۰ ښارونو کې، چې ډېر میلیونران پکې اوسي، ۱۱ یې د امریکا دي.

د نړیوالې پانګوالې مشورتي کمپنۍ «هنلي او شریکانو» او «نیو ورلډ ویلت» له خوا د کلني راپور په څلورمه نسخه کې ویل شوي چې نیویارک ښار د نړۍ تر ټولو شتمن ښار دی، چې د ډیرو شتمنو شمېر یې ۳۸۴ زره او ۵۰۰ ته رسیږي، په دې کې ۸۱۸ داسې کسان شامل دي چې شتمني یې له ۱۰۰ میلیونه ډالرو پورته ده او ۶۶ میلیاردران لري.

یو مهم ټکی دا دی چې سان فرانسسکو ښار، د (سیلیکان ویلي) په ګډون، په فهرست کې دوهم ځای لري، چې ۳۴۲ زره او ۴۰۰ میلیونران لري، او اوس له نیویارک څخه زیات میلیاردران (۸۲ تنه) لري. دا سیمه لا هم د ټکنالوژۍ له لارې د شتمنۍ جوړولو اصلي مرکز پاتې شوې، او په تېرو لسو کلونو کې یې د میلیونرانو په شمېر کې ۹۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دوبۍ ښار: هغه ښار چې د شتمنۍ جذبولو لپاره جوړ شوی

د دوبۍ ښار، چې دا مهال ۸۱ زره او ۲۰۰ میلیونران پکې اوسي، ۲۳۷ کسان یې تر سل میلیون زیاته شتمني لري او ۲۰ میلیاردران هم په دې ښار کې اوسی. په دې حساب دوبۍ د نړۍ په ۵۰ مخکښو ښارونو کې تر ټولو ستر پرمختګ کړی. دا ښار له ۲۱م مقام څخه ۱۸م ته پورته شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې دوبۍ ښار، چې دا مهال په نړۍ کې یو له چټکو پرمختلونکو ښارونو څخه دی، د شتمنو یو مهم مرکز شمېرل کېږي. په دوبۍ کې به تر ۲۰۳۵ کال پورې د هغو میلیونرانو شمېر، چې شتمني یې تر سل میلیون ډالرو زیاته وي، دوه برابره شي.

د تېرو لسو کلونو په موده کې د دوبۍ ستر اقتصادي پرمختګ

دوبۍ د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د شتمنو اوسېدونکو په شمېر کې حیرانوونکی ۱۰۲ سلنه زیاتوالی تجربه کړی، چې دې پرمختګ دا ښار د نړۍ تر ټولو د فعالو او ممتازو شتمنو په مرکز بدل کړی دی. دا ستر پرمختګ د بېلابېلو عواملو مجموعه ده، چې پکې له پانګونې څخه د ګټې پر مالیې معافیت، د نړیوالو معیارونو مطابق اساسي زېربناوې، د ژوند خوندي او مجلل طرز، او د نړۍ د سوداګرۍ او سفرونو په مهمو څلورلارو کې د ستراتیژیک موقعیت درلودل شامل دي.

سربېره پردې، دا ښار د پانګونې له لارې د استوګنې د جذابو پروګرامونو له امله، د نړیوالو کارآفرینانو او پانګه‌والو لپاره په یوه زړه‌راښکونکې ځای بدل شوی دی. په مقابل کې، د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د سترو میلیونرانو شمېر په کمېدو دی او د تېر کال له ۱۹م مقام څخه اوس ۲۴م مقام ته لوېدلی دی.

د جاپان پلازمېنې خپله درېیمه درجه ساتلې

د جاپان پلازمېنه توکیو، چې له ۲۹۲ زره زیات شتمن اوسېدونکي لري، خپله درېیمه درجه ټینګه ساتلې ده. له هغه وروسته، د سنګاپور ښار له څه باندې ۲۴۲ زره میلیونرانو سره څلورم ځای لري.

مسکو او لندن زیان لیدلی

د امریکا د لاس‌انجلس ښار، چې ۲۲۰ زره او ۶۰۰ میلیونران لري (پکې ۵۱۶ تر سل میلیونو ډېره شتمني او ۴۵ میلیاردران شامل دي)، اوس له لندن مخکې شوی او پنځم مقام یې خپل کړی دی. دې پرمختګ د بریتانیا پلازمېنه لندن د نړۍ له پنځو مخکښو ښارونو څخه بهر کړی دی، او اوس دا ښار یوازې ۲۱۵ زره او ۷۰۰ میلیونران لري (پکې ۳۵۲ تر سلو میلیونو ‌ډېر او ۳۳ میلیاردران شامل دي).

لندن او مسکو (چې شاوخوا ۳۰ زره میلیونران لري، پکې ۱۷۸ سل میلیونران او ۲۳ میلیاردران شامل دي) یوازیني ښارونه دي چې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې یې منفي وده کړې ده. د لندن د میلیونرانو شمېر ۱۲ سلنه کم شوی، او د مسکو د میلیونرانو شمېر ۲۵ سلنه راکم شوی دی.

پاریس، چې۱۶۰ زره، سل میلیونران لري، خپله اوومه درجه ساتلې، په داسې حال کې چې هانګ کانګ، چې ۱۵۴ زره او ۹۰۰ میلیونران لري، اوس اتم مقام لري او د استرالیا تر سیډني، چې ۱۵۲ زره او ۹۰۰ میلیونران لري، مخکې شوی دی.

دوبۍ؛ د سل میلیونرانو د ودې په مرکز کې

په راپور کې همداراز ویل شوي چې په هغو ښارونو کې، چې تمه کېږي تر ۲۰۳۵ کال پورې د سل میلیونرانو په شمېر کې زیاتوالی تجربه کړي، دوبۍ او ابوظبي شامل دي. اټکل کېږي چې دوبۍ (چې دا مهال ۲۳۷ سل میلیونران لري) او ابوظبي (چې ۷۵ سل میلیونران لري) به په راتلونکو لسو کلونو کې دا شمېر دوه چنده کړي.

په همدې توګه، تمه کېږي چې د هند ښارونه، لکه ډیلي او بنګلور، هم د ټکنالوژۍ د صنعتونو د پراخېدو له امله ورته لاره تعقیب کړي.

په اروپا کې، د پولنډ پلازمېنه وارسا او د یونان پلازمېنه اتن د شتمنو د ودې د نویو مرکزونو په توګه پیژندل شوي دي. برسېره پر دې، واړه ښارونه لکه سن جولیان او سلیما په مالټا کې، لوګانو په سویس کې، او ریګا او یورمالا په لاتویا کې هم هڅه کوي چې د پانګونې د هدفمنو سیاستونو له لارې، ځان د فوق‌العاده شتمنو خلکو لپاره زړه‌راښکونکی منزل وګرځوي.

موناکو؛ د نړۍ تر ټولو ګران ښار

په موناکو کې، چې بې له شکه د فوق‌العاده شتمنو لپاره یو خوندي پناه ځای دی، د وګړو د شتمنۍ اوسط له ۲۰ میلیون ډالرو څخه اوړي. دغه ښار د نړۍ د سړي سر شتمنۍ له مخې لومړی مقام لري. د دې ښار له ۴۰ سلنه زیات اوسېدونکي میلیونران دي، چې دا د نړۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

سربېره پردې، موناکو د نړۍ تر ټولو د ګرانه ښارونو په سر کې ځای لري؛ هلته له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ متره مربع اپارتمان بیه معمولاً له ۳۸،۸۰۰ ډالرو څخه زیاته ده.

نیویارک، هانګ کانګ، او لندن هم د خورا ګرانه ښارونو د لیست په سر کې دي. ځکه چې هلته هم د هر متر مربع بیه له ۲۳،۰۰۰ څخه تر ۲۷،۵۰۰ ډالرو ته رسیږي.

فرانسه، چې شپږ ښارونه یې په دې لیست کې شامل دي، د نړۍ د تر ټولو قیمتي ښارونو او ښارګوټو مشري کوي، ورپسې امریکا، سویس او ایټالیا دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button