کورني خبرونه

د ۲۰۲۵ کال کوزڼ ضد واکسین لومړنی کمپاین په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو

د روغتیا وزارت مسوولین وایي چې  په ۲۰۲۵ کې د پولیو واکسین کمپاین لومړی پړاو د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې پیل شوی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کمپاین نن (دوشنبې، د دلوې ۸مه) په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې پیل شوی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د پولیو ضد واکسین دا کمپاین به د روانې جنوري میاشتې له ۲۷ تر ۲۹ پورې پلی شي.

د ویلو ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د پولیو واکسین د دې لومړي پړاو پرمهال به له پنځه‌کلنۍ کم‌عمره شاوخوا شپږ میلیونه ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.

تر دې مخکې «له پولیو څخه پاک افغانستان» په نوم ادارې ویلي وو چې په افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپياین پيلېږي، خو دا یې نه وو ویلي چې په دې پړا کې به څومره ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.

د ویلو ده چې افغانستان او پاکستان دوه یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې پولیو په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې او هر کال د ګوزڼ تازه پېښې ثبتېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button