د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام؛ افغانستان د اماراتو پر وړاندې د پچې په ګټلو سره د توپ اچونې پرېکړه وکړه

د کرېکټ شل اوریز د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د افغانستان او اماراتو ترمنځ برخلیک ټاکونکې لوبه پیل شوه. راشد خان پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
د کرېکټ شل اوریز د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په لړ کې نن د فبرورۍ پر ۱۶مه (د سلواغې ۲۷مه) د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ برخلیک ټاکونکې سیالي پیل شوه. د دې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی به خپله توپ اچونه (بالېنګ) کوي او مقابل لوري ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام، په افغان لوبډله کې تغیرات
د افغانستان لپاره دا لوبه خورا مهمه ده. په دې سیالۍ کې د افغان لوبډلې په ترکیب کې یو بدلون راغلی؛ د فضل الحق فاروقي پر ځای ضیا الرحمان شریفي په لوبو کې شامل شوی دی. د افغانستان په نننۍ لوبډله کې راشد خان (کپتان)، رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، ګلبدین نایب، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، مجیب الرحمان، نور احمد او ضیا الرحمان شریفي شامل دي.
د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام، د تېرو لوبو تجربه او د راشد خان څرګندونې
افغانستان تر دې دمه په د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې دوه لوبې کړي چې دواړه یې په خورا لږ توپیر بایللې دي. په ځانګړې توګه د سویلي افریقا پر وړاندې لوبه چې دوه ځله «سوپر اوور» ته لاړه، د سږني نړیوال جام تر ټولو په زړه پورې سیالي بلل کېږي.
راشد خان له لوبې وړاندې وویل: «موږ له تېرو تېروتنو زده کړه کړې. که نهیلي نشو، لا سترې لاسته راوړنې لرلای شو. موږ په جګو سرونو وړاندې ځو او خپلو هڅو ته دوام ورکوو.» هغه د تېرې لوبې د سوپر اوور په اړه د نیوکو په ځواب کې وویل چې د پېچ (ویشتنځای) حالت ته په کتو یې تېزو بالرانو ته ترجیح ورکړې وه.

افغانستان څنګه بل پړاو (سوپر ۸) ته تللی شي؟
په د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې بل پړاو ته د افغانستان تګ ممکن دی خو یو څه پیچلی ښکاري. افغانستان باید:
۱. نننۍ لوبه له متحده عرب اماراتو په لوی توپیر وګټي.
۲. خپله راتلونکې لوبه له کاناډا څخه هم په ستر توپیر وګټي.
۳. د دې ترڅنګ باید کاناډا وکولی شي نیوزیلنډ ته ماتې ورکړي او سویلي افریقا اماراتو ته ماتې ورکړي.

اوس مهال په دغه ګروپ کې سویلي افریقا د ۶ نمرو په لرلو سره په لومړي او نیوزیلنډ د ۴ نمرو سره په دویم نمبر دی. د ډیلي په ارون جېټلي لوبغالي کې نننۍ لوبه د افغانستان لپاره د ژوند او مړینې حیثیت لري ترڅو په د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې خپل سفر ته دوام ورکړي.
افغان مینه وال هیله مند دي چې د هېواد اتلان به د متحده عرب اماراتو پر وړاندې په بریا سره په د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د بل پړاو لپاره خپل چانسونه ژوندي وساتي.


