روغتیا

د ۵۵۰ بچیانو پلار ته د محکمې امر کړی چې نور به خپل سپرم نه اهدا کوې

د هالنډ په هاګ کې محکمې یوه هالنډي سړي ته چې ممکن له ۲۰۰۷م کال راهیسې یې د خپل سپرم د اهدا کولو له لارې تر اوسه په بېلابېلو هېوادونو کې تر ۵۵۰ ډېر بچیان لرلي وي، امر کړی چې د خپل سپرم ډالۍ کول ودروي

که دا سړی چې د ۴۱ کلن جنتن په نامه معرفي شوی، بیا هم خپل سپرم ډالۍ کړي، څه باندې سل زره یورو به نغدي جریمه کړل شي.

محکمې جنتن ته اړایستلی د ټولو هغو روغتیايي مرکزونو نوملړ وړاندې کړي چې ده خپل سپرمونه ورته ډالۍ کړي دي او هغوی ته ووايي چې دده سپرمونه له منځه یوسي.

د هالنډ میندوارۍ اړوندو کلینیکونو په سپارښتنو کې راغلي د سپرم اهدا کوونکي باید د ۱۲ کورنیو تر ۲۵ ډېر بچیان ونه لري.

د محکمې قاضي ویلي چې جنتن په لوی لاس هغه میندې او پلرونه ګمراه او لارورکي کړي چې غوښتل یې د ده له سپرم ګټه واخلي

په ۲۰۱۷م کې هالنډ پر جنتن وروسته تر هغه د خپل سپرم اهدا کولو بندیز ولګاوه چې روښانه شوه دده له سپرم په ګټه اخیستو تر ۱۰۰ ډېر ماشومان زیږېدلي.

دا هم ولولئ:  سهار په خالي معدې د اوبو څښلو ګټې

خو ددې پر ځای چې دی خپل دا کار ودروي، بهر کې او پر انټرنټ یې د خپل سپرم د اهدا کولو ته دوام ورکړ.‌

قاضیانو ویلي چې دې سړي له ۲۰۰۷م کال راهیسې د خپل سپرم د اهدا له لارې د ۵۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ ماشومانو زیږېدو کې مرسته کړې ده.

جنتن د ماشومانو د حقونو د ساتنې د موسسې له لوري محکمې ته وړاندې شو او د یوه ماشوم مور ویلي ګومان کوي چې دده له نطفې نه یې زوی پیدا شوی دی.

د محکمې ویاند ګیرټ مارک سمیلټ ویلي: “مهم ټکی دا دی چې د سلګونه نا سکه وروڼو او ناسکه خویندو د قرابت دا شبکه ډېره لویه ده.”

ددغه سړي له سپرمونو زیږېدلي تر ۱۰۰ ماشومان د هالنډ په روغتونونو کې زیږېدلي او نور بیا په پټ ډول (چې روغتونونو کې هېڅ ثبت شوي نه دي) زیږېدلي. ده د ډنمارک ځینو روغتیايي مرکزونو ته هم خپل سپرمونه ورکړي.

د ده له سپرم نه د زیږېدلو ماشومانو له احتمالي مور او پلار سره د اړیکو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

په ۲۰۱۹م کال چې په هالنډ کې د ښېرازۍ یو هالنډی ډاکټر پر دې تورن شوی و چې د ځینو ښځو له موافقې پرته یې د هغوی په تخمدان کې خپل سپرمونه کارولي او دی د کابو ۴۹ ماشومانو پلار دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button