نړیوال خبرونه

د ۸۰ هېوادونو ګډه اعلامیه؛ طالبان باید د خلکو حقوق تر پښو لاندې نه کړي

د یاد شمېر هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د خلکو حقوقو ته دې درناوی وکړی او نه دې یې نقض کوي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د دریمې کمېټې غونډه کې د یو کم اتیا هېوادونو او اروپايي ټولنې چې ۲۷ هېوادونه یې غړي دي، د افغان ښځو او نجونو په اړه یو ګډ بیان خپور کړی.

دا بیان ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د استازې له خوا وړاندې شو.

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

دې بیان کې د طالبانو د مشر د هغو فرمانونو غندنه شوې کومو کې چې د ښځو حقونو محدود شوي، دوی دا فرمانو په ښکاره د اسلامي ارزښتونو او بشري نړیوالو حقونو خلاف بللي دي.

د طالبانو فرمانونه ځپونکي دي

دې هېوادونو له طالبانو غوښتي چې دا ځپونکي فرمانونه، کړنلارې او پرېکړې چې بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې کوي، سملاسي لغوه کړي.

دوی د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د ښځو ګډون اړین او د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه یې توپیري چلن بللی دی.

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې

طالبانو له شپږم ټولګي پورته او پوهنتون کې د نجونو پر زدکړه بندیز لګولی، ښځې یې په نادولتي او دولتي ادارو کې هم له ځینو ګوتو په شمېر استثناءاتو پرته له کاره منع کړي دي. ښځې عمومي پارکونو ته له تګه هم منع شوې دي.

دې هېوادونو ویلي دا سخت محدودیتونه ښايي د جنسیت پر بنسټ ځپل وګڼل شي او دا هغه څه دي چې د ګډ بیان له مخې د نړیوالو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

افغانستان کې د ښځو د ازادۍ محدودیت

بیان کې ټينګار شوی چې ښځې باید ازادي ولري چې ټولنه کې د مشرتابه په ګډون خپل رول تر سره کړي، غږ یې باید واورېدل شي.

دې هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو بشري حقونو ته درناوی او ساتنه وکړي او دا په عمل کې ثابته کړي.

هغه حقونه چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول توپیري چلن مخنیوي او د ماشومانو د حقونو کنوانسیونونو کې راغلي او افغانستان د دې دواړو کنوانسیونونو غړی دی.

په دې ګډ بیان کې ټينګار شوی چې دوی د بشري حقونو خوندي ساتلو او د دین او عقیدې اصولو ته په پابندۍ سره وايي چې د افغان ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ برخه کې د دوی دریځ نه بدلیدونکی دی.

د یادونې وړ ده چې لا هم طالبانو دغه ځپونکي تګلارې ته دوام ورکړي او نړیوال فشارونه ورباندې اغېز نه کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button