لوبې خبرونه

د IPL غوره ویکټ اخیستونکي پلیران

د IPL غوره ویکټ اخیستونکي پلیران د هند ای پي ایل سیالۍ چې د سپټمبر پر ۱۹مه تاریخ پیل شوي دي تر اوسه یې ۲۸ سیالۍ ترسره شوي دي چې هرې لوبډلې پکې ۷ لوبې تر سره کړي دي.او لا هم دغه لوبې روانې دي.

د نورو کلونو په څېر روان کال هم د لوبغاړو پرفامنس ته په کتو سره غوره توپ وهوونکو او ویکټ اخیستونکو ته درجه بندي په نظر کې نیول شوې ده.سږکال د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو په څلورو غوره ویکټ اخیستونکو لوبغاړو کې تر اوسه یو افغان لوبغاړی راشد خان شامل دی چې په دغې نوملړ کې ورځ تر بلې مخکې تګ کوي.د لوبغاړو لوبو ته په کتو سره هره ورځ دا نوملړ تغیرات کوي یو شمېر لوبغاړي پکې پرمختګ کوي، خو یو شمېر یې بیا د خرابو لوبو کولو له امله شاته پاتې وي.

یاد لیګ د ۲۸مې لوبې پورې تر دې دمه لومړنی توپ اچوونکی د سویلي افریقا چټک بالر کاګیسو رباډا دی چې د ډهلي لوبډلې لپاره یې په خپلو ۷ لوبو کې ۱۷ لوبغاړي سوځولي دي.په دوهم ځای کې بیا د هندۍ لوبډلې لوبغاړی او په ای پي ایل لیګ کې د ممبیي لوبډلې چټک توپ اچوونکی جسپریټ بومرا قرار لري نوموړي په خپلو ۷ سیالیو کې یوولس ویکټې اخیستي.

د روان کال ای پی ایل سیالیو دریم مخکښ توپ اچوونکی بیا د نیوزیلینډ لوبغاړی ټرین بولټ دی چې په ۷ سیالیو کې ټوټل ۱۱ لوبغاړي د ممبیي لپاره سوځولي دي.همداراز بیا د ای پي ایل سیالیو څلورم مخکښ توپ اچوونکی افغان بالر راشد خان دی چې په ۷ سیالیو کې ۱۰ لوبغاړي د سنرایزرز لوبډلې لپاره اوټ کړي دي.

د ای پی ایل لیګ په دوام په ۲۹مه لوبه کې بیا د سنرایزرز حیدر اباد او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسرهشوه .که چېرې راشد خان په دغې لوبه کې دوه ویکټې واخلی نو په دې سره به د غوره ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په لېست کې دوهم ځای خپل کړي.او ښع بالر سلکټ شوی دی.

که چېرې افغان لوبغاړی راشد خان یوه ویکټ هم واخلي بیا نو ایکانومۍ ته په کتو سره دوهم یاهم دریم ځای خپلولی شي.اي پي ایل لوبه ښه په زور او شور سره لا هم روان دی ډیرثی انټرنیشنل پلیرانو پکې ښه پرفامنس شو کړی او لا هم دويي هڅه کوي چې ښه پرفامنس پکې شو کړي. تر څو دويي راروان اي پي ایل کې په ښه قیمت واخیستل شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button