Uncategorizedنړیوال خبرونه

ذبیح الله مجاهد: افغانستان د سیمې په نښلون کې متوازن او بې پرې سیاست لري

اسلامي امارت وايي چې افغانستان په سیمه ییز نښلون یا اتصال کې متوازن او بې پرې سیاست غوره کړی دی.

د طالبانو ویاند 

د طالبانو  اسلامي امارت ویاند وایي، که افغانستان دا ډول تګلاره غوره نه کړي، د بهرنیو مداخلو لپاره به زمینه برابره شي. د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد څرګندوي:«دا سیاست دوامداره کېدل غواړي، دغه پاليسي ساتل غواړي او حمایه کېدل غواړي. چې موږ د اوږدمهال لپاره دغه متوازه سياست وساتو او دغه د تلې پله رانه کږه نه شي.

نور یی ولوله | د طالبانو له چارواکو سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي لیده کاته شوي دي

نور یی ولوله | څنګه کولی شو افغانستان کې انلاین پیسې وګټو؟

که خدای مه کړه دا پله رانه کږه شي، بيا دلته د مداخلو لپاره لاره هوارېږي. دغه فرصتونه چې موږ يې په لاس کې لرو دا ضايع کوي. د سیمه ییز نښلون د فرصتونو او ننګونو په سیمینار کې یو شمېر څېړونکو او د سرپرست حکومت یو شمېر چارواکو په سیمه کې د افغانستان اهمیت څېړنې باندې خبرې وکړې. د سيمه ييز اتصال فرصتونه او ننګونې سيمینار د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز له لوري په ارګ کې جوړ شو.

د رياست الوزراء اداري مرستيال

د رياست الوزراء اداري مرستيال د افغانستان رول په منطقوي نښلون کې مهم ګڼي. عبدالسلام حنفي ډاډ ورکوي، چې په هېواد کې به ډېر ژر د ټاپي، کاسا زر، اوسپنې پټلۍ، نوري فايبر او ځينو نورو مهمو پروژو چارې پيل شي. ښاغلي حنفي وویل:«د سیمه ییز نښلون لپاره د افغانستان رول ډېر مهم او سټراټېژيک دی. افغانستان د اسیا د څلور لارې په توګه د سیمه ییز نښلون لپاره ځانګړی ځایګی لري.

په دې سيمينار کې د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو استازو هم ګډون کړی دی. بل لور ته د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز ځينې څېړونکي د افغانستان اوسنی وضعيت د سيمه ييز اتصال لپاره مهم ګڼي. د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز غړی عبدالصبور مبارز وايي:«د افغانستان جیو پوليټيک موقعیت دی. مخکې تر مخکې لاسليک شوې پروژې دي. همدا راز د اسلامي امارت اقتصادي محوره بهرنی سیاست او د امنیت شتون یو بل غټ فرصت دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button