اقتصاد او سوداګريکورني خبرونه

ذبیح الله مجاهد: افغانستان نه منزوي دی او نه یې اقتصاد خراب شو

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان د منزوي او خراب اقتصاد فکر ناسم دی

د طالبانو ویاند کابل ته د يو شمېر هېوادو د استازو پرله پسې تګ ته په اشارې سره وايي، چې د «افغانستان د منزوي کولو او اقتصاد خرابېدو» په اړه د ډېرو خلکو او کړيو فکر او تصور ناسم ثابت شوی.

د ذبيح الله مجاهد په خبره، چې په دې برخه کې دغه ډله قوي او ټينګ ګامونه اخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه کابل ته د یو شمېر هېوادونو د ډېپلوماټانو او استازو تګ ته په اشارې ليکي، چې د طالبانو اړيکې د ډېرو هېوادونو سره جوړې شوې دي.

کابل ته د بهرنیو چارواکو راتګ

مجاهد زياتوي، چې کابل ته د اسلامي همکاريو د سازمان د مرستيال د راتګ تر څنګ د روسيې، ماليزيا، قرغزستان، ترکمنستان، اروپايي اتحاديې او د ګڼو بهرنيو هېوادونو د ډېپلوماټیکو او سياسي استازو راتګ او د ازبکستان په مهمه غونډه کې د طالبانو ګډون د طالبانو د اړيکو پر زياتوالي دلالت کوي.

ذبیح الله مجاهد: افغانستان د سیمې په نښلون کې متوازن او بې پرې سیاست لري

نوموړي زياتوي، چې دغه اړيکې د افغانستان د اقتصاد لپاره مثبتي پايلې لري.

نور ولولئ: افغانستان کې داعش؛ ذبیح الله مجاهد او امرالله صالح دوه بېل نظرونه

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې پای ته رسېدلې

مجاهد یو شمېر کسانو ته، چې ده یې نوم او ادرس نه دی په ډاګه کړی د پېغور په ډول وويل: «ځينو فکر کاوه افغانستان به نور منزوي او ګوښه وي، اقتصاد به خرابیږي او له هېوادونو سره به اړیکې نه شي تامین، نور دا ډول تصور ناسم ثابت شوی.»

مجاهد وايي، چې حکومت يې دا مهال په سياسي او اقتصادي برخه کې ټينګ او قوي ګامونه اخلي.

په پراخه کچه د طالبانو منل کېدل

طالب ویاند مجاهد خپلو لاسته راوړنو ته په اشارې ليکلي، چې دا مهال دوی په پراخه کچه منل شوي دي.

خو د طالبانو تر واک لاندې کابل ته د ډېرو هېوادونو د استازو د تګ او په ځينو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ طالبانو ته د سپارلو سره – سره هېڅ يوه هېواد هم تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.

نړۍوالو د افغانستان او طالبانو اړوند په ډېرو ناستو او غونډو کې پر دې ډلې غږ کړی، چې بشري حقونو ته غاړه کښېږدي، نجونو او مېرمنو ته دې د کار او زده کړو زمينه برابره کړي او د «حدودو» له پلي کولو څخه دې لاس واخلي.

خو دغه ډله د خپل مشر د امر له مخې د «شریعت» پر عملي کولو ټينګار کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button