نړیوال خبرونه

ذبیح الله مجاهد: “د دوحې ۳مه ناسته کې د ګډون بشپړ چمتوالی لرو”

ذبیح الله مجاهد وايي، ملګرو ملتونو زموږ شرایط ومنل او د دوحې په ناسته کې ګډون کولو ته چمتو شوو

ښاغلی مجاهد د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو سره هغه مسائل شریک کړل چې د دوحې په ۳مه غونډه کې بحث کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې ناسته کې به د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه او د اقتصادي ستونزو پر موضوع‌ګانو بحثونه راټول وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې (د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه) د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په جوړېدونکې درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره په بشپړ چمتوالي سره برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو له لوري د شرایطو منل کېدل

ښاغلي مجاهد نن شنبه (د چنګاښ په ۹مه نېټه)د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل، په دغې ناسته کې دوی له هغه وروسته برخه اخلي چې ملګرو ملتونو د دوی یو لړ شرایط ومنل؛ خو نوموړي د دغو منل شویو شرایطو په اړه نور جزییات په ډاګه نه کړل.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: د دوحې ۳مه ناسته به د افغان ښځو حقونه څرګند کړي

نور ولولئ: نصیر احمد فایق د دوحې ۳مه ناسته کې د افغان مېرمنو د ګډون غوښتنه وکړه

نور ولولئ: هیدر بار: ملګري ملتونه طالبان د دوحې غونډې ته په زاریو غواړي، خو د مېرمنو ونډه له پامه غورځوي

هغه دا رنګه ویلي، چې په دغې ناسته کې به د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه بحث نه کېږي او لامل یې دا ښودلی چې د افغانستان کورنۍ مسلې به په کور د ننه هوارېږي او د ملګرو ملتونو سره تړاو نه لري.

afghan (65)
ذبیح الله مجاهد: “د دوحې ۳مه ناسته کې د ګډون بشپړ چمتوالی لرو”

هغه دا رنګه وویل:« موږ د هېواد ملي ګټو ته په کتو له ټولو هېوادونو غواړو، چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه لرې کړي.»

له طالبانو سره د ښه تعامل دریځ

ښاغلي مجاهد ویلي، د دوحې ناستې ته د تفاهم او ستونزو د حل په موخه روان دي او ټول اړوند هېوادونه له افغانستان سره د ښه تعامل دريځ ته را بولي.

‏د هغه په وینا، غواړي په دغې ناسته کې ملګرو ملتونو او نورو اړوندو هېوادونو سره له افغانستان سره د مثبت او رغنده تعامل موضوع هواره کړي.

هغه د دوحې په ناسته کې د ښځو د ګډون په اړه ویلي، چې دغه ناسته کې یې د افغانستان د یواځیني دریځ په موخه د ښځو له ګډون سره مخالفت کړی او د دوی پلاوی به د افغانستان په استازیتوب هلته برخه اخلي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو لخوا د دوحې له ناستې د افغان مېرمنو حذف ډېری بنسټونه غوصه کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button