سیمه ییز خبرونه

ذبیح الله مجاهد: هېڅ یوه ډله به د افغانستان له خاورې نور هېوادونه تهدید نه کړي

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له افغان خاورې به هېڅ یوه ډله د نورو هېوادونو پرضد فعالیت ونه کړي

طالبانو بار، بار د ګاونډیو هېوادونو هغه اندېښنې بې ځایه بللې چې ګواکي د افغانستان له خاورې به ددوی امنیت د ترهګرو ډلو په واسطه تهدید شي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه، په تېره بیا پاکستان طالبان بار، بار ملامتوي چې افغانستان کې یې د ټي ټي پي مشرانو ته پناه ورکړي، خو طالبان بیا وايي چې پاکستان دې خپله کورنۍ ستونزه پر دوی نه وراړوي.

تازه، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تاجکستان د پارلمان مشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي چې دوی هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت وکړي.

د افغانستان له خاورې د هېڅ هېواد نه تهدېدل

مجاهد سې‌شنبه د غبرګولي پر ۱۵مه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو-ټلویزیون ته ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په نږدې درې کلنه واکمنۍ کې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته زیان نه دی رسېدلی.

هغه زیاته کړې ده: «[طالبان] د خپلې ستراتېژۍ او پلان له مخې هیچاته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.»

نور ولولئ: د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

نور ولولئ: د هرات په نوم امنتیتي کنفرانس که د یو شمېر معتصبینو بانډ

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د تاجکستان د پارلمان مشر او د دغه هېواد د ولسمشر زوی رستم امام‌علي ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یو ځل بیا د «ترهګرۍ پر مرکز» بدل شوی دی.

afghan (51)
داعش ډله په افغانستان کې له منځه تللي ده.

په دیني مدرسو کې د ځانمرګو ورزل

نوموړي دا څرګندونې د قزاقستان په الماتا ښار کې د ګډ امنیتي تړون سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې کړې دي. د هغه په وينا، په افغانستان کې ديني مدرسې «ځانمرګي جهاديان روزي.»

څو ورځې وړاندې د روسیې دفاع وزارت هم ویلي وو چې له افغانستان ترهګرې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو د ناامنه کولو هڅې کوي.

له همدې ویرې تاجکستان او روسي ځواکونو د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات هم ترسره کړي دي.

په ورته مهال طالبانو په افغانستان کې د داعش ډله په ټول شدت سره ځپلي ده او د روسیې په ګډون یې ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته تهدید نشته او کومې اندېښنې چې دوی لري، هغه بې ځایه دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button