سیمه ییز خبرونه

ذبیح الله مجاهد وايي چې د امارت پر ضد د تبلیغاتو مخنیوي لپاره مولانا فضل الرحمان ته دعوت ورکړی

تېره ورځ رسنیو راپور ورکړ چې طالبانو کابل ته مولانا فضل الرحمان دعوت کړی دی تر څو د پاکستان او طالبانو اړیکې ښې کړي

کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د بلنې له خبر وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه خبر تایید کړ.

د مجاهد په وينا، دغه پاکستانی ملا په پاکستان کې د طالبانو پر ضد د منفي تبليغاتو د مخنيوي لپاره کابل ته بلل شوى دی.

نور ولولئ: اصف منیر: موږ ته کډوال نه پاکستان مهم دی او داخله وزیر وايي، افغان کډوال خامخا باسي

نور ولولئ: امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر سفر او افغانستان

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او ټلویزیون د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۲۶ مه ) کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر د بلنې په هکله د ذبیح الله مجاهد د خبرو غږیز پېغام خپور کړ.

مجاهد په دغه غږیز پېغام کې ویلي، چې د طالبانو ډله د پاکستان خلکو ته د ځینو حقایقو د رسولو اراده لري او مولانا فضل الرحمان په دې برخه کې ښه رول لوبولی شي.

مولانا فضل الرحمان ته د بلنې ورکول

په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت چهارسمپالي پرون د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر ته بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.

ویل کیږي چې مولانا فضل الرحمان دغه بلنه منلې ده.

مولانا فضل الرحمن له دوو لسیزو راهیسې په پاکستان کې د طالبانو اصلي ملاتړی بلل کېږي.

نوموړی په داسې حال کې کابل ته رابلل شوی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکي د افغان کډوالو د اېستلو او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بریدونو له امله خړې پړې ښکاري.

د طالبانو د ځینو کسانو غبرګون

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو فعال مخالفت

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو یو فعال چې په جنرال مبین مشهور دی، په یوه ټویټ کې له طالبانو غوښتي چې کاش کابل ته د مولانا فضل الرحمان د راتګ مخه ونیول شي او پرېنښودل شي تر څو په لوی پروتوکول کابل ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې ددې هېواد پر پوځ بریدونه زیات شوي دي او هره ورځ لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي چې دا ډول پېښو اسلام اباد هم وارخطا کړی دی او په پرله‌پسې توګه هڅه کوي چې د طالبانو پر ضد هر ډول فشار عملي کړي او دوی تر فشار لاندې راولي خو طالبان بیا په دې بریدونو کې د دوی لاس درلودل ردوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button