ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی
اړوند خبرونه:
د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه
م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني
افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی
توماس: افغانستان کې زدهکړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې د «استخباراتي معلوماتو» پر اساس په ترکیه کې پخوانیو جهادي مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) له استازو سره لیدلي دي.
هغه وویل، چې پخواني سیاستوال د پاکستان په مرسته بیا واک ته نه شي راتلای.
د طالبانو یوه ویاند د دوشنبې په ورځ د سپېس اېکس په یوه پروګرام کې وویل: «که دا معلومات ریښتیا وي، نو دا په دې معنا ده، چې دغو اشخاصو خپل هوش له لاسه ورکړی دی، ځکه چې حتی یو ماشوم به هم داسې کار ونه کړي.»
مجاهد پاکستان ته په اشارې سره ویلي، چې ځیني هېوادونه او استخباراتي سازمانونه د افغانستان په اړه ناوړه نیتونه لري.
هغه دغه راز وويل، هغه مشران چې خپل ژوند يې په سياست کې تېر کړى، په داسې غونډه کې څنګه ګډون کوي؟
مجاهد زیاته کړه: «دغو مشرانو موږ د پنجاب په انحصار تورن کړو او شل کاله یې زموږ پر ضد جګړه وکړه. دوی زموږ خبره ونه منله او موږ یې پاکستانیان وبللو. اوس دوی پخپله د ای اېس ای لاس ته ورغلي دي ترڅو بېرته راشي.”
مجاهد زیاته کړه، چې د طالبانو ځواکونه د ملیشو او د پخواني جمهوریت د ځواکونو په څېر نه دي، چې وتښتي.
هغه جهادي مشرانو ته په خندا وویل: «اوس تاسو د ای اېس ای په مرسته راځی او رژیم ړنګوی، بدلون راولی او ټاکنې ترسره کوی؟
مجاهد زیاته کړه، چې “دا ډول هیله یو خوب دی.”
نوموړي څرګنده کړه، چې دغه کسان د لوېديځ د استخباراتو په ملاتړ هم بريالي نه شول، اوس فکر کوي چې د داعش په ملاتړ بېرته راګرځي.
د طالبانو ویاند دا ډول غونډې د شرم وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې سیاسي مشران ښه پوهېږي چې ای اس ای پخوا له دوی سره څه کړي او اوس به څه کوي.