اقتصاد او سوداګري

رئیس الوزراء: اړوند ادارې دې د اقتصادي ودې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب ټول امکانات وکاروي

د طالبانو د حکومت  رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د پانګونې جذب کې د ا.ا پالیسي په نوم سیمینار ته پیغام کې، پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې، کارموندنې پراختیا، تولیدي سکټور پیاوړتیا او د سیمې او نړۍ بازارونو سره افغانستان نښلولو لپاره مهم رکن بللی.

ملا حسن اخوند د اقتصادي ودې ستر عامل پانګونه یاده کړې، چې په خبره یې له کورنیو او بهرنیو لارو ترلاسه او د هېوادونو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د ملا د تیر حیثیت لري.

رئیس الوزراء اړوند ادارو او سکټورونو څخه غوښتې، چې د هېواد ملي ګټو او اقتصادي ودې په موخه د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د جذب لپاره ټول امکانات وکاروي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې دوی به پانګه والو لپاره د روڼ، باوري، اسانه او د نړیوالو معیارونو مطابق چاپېریال رامنځته کولو ته ژمن دی او په خبره یې، د خصوصي سکټور ځواک، نوښت او پانګونه د هېواد په اقتصادي ثابت کې مهم رول لرلی شي.

هغه هیله ښودلې چې یاد کنفرانس به د افکارو، تجربو، متقابلې همکارۍ او علمي وړاندیزونو د تبادلې داسې فضا جوړه کړي، چې په پایله کې د افغانستان اقتصادي راتلونکې لپاره نورې لارې پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۹مه نېټه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته په یوه رسمي سفر لاړ. دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا او سیمه ایز نښلول د پام وړ ګرځېدلي دي. دا سفر نه یوازې د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا څرګندونه کوي، بلکې د سیمې په جیوپولیټیک او اقتصادي ډګر کې یې د پاکستان لپاره ځینې اندېښنې هم راپورته کړې دي. په دې راپور کې به د دې سفر احتمالي اغیزې، د افغانستان لپاره یې ګټې، او د پاکستان اندېښنې په تحلیلي ډول وڅېړو.

دا هم ولولئ:  اقتصادي پرمختګ؛ طالبانو له قزاقستان سره د ۱۳۴ میلیون ډالرو هوکړې لاسلیک کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاندویانو او نورو باوري سرچینو په وینا، د عزیزي صاحب د سفر اصلي موخه د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د صادراتو او وارداتو زیاتوالی، او د پانګونې فرصتونو لټول دي. هند د افغانستان لپاره یو ستر سوداګریز شریک او د توکو د انتقال لپاره یوه مهمه لار ده.

د یادونې وړ ده د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو له ترنګلتیا وروسته د طالبانو حکومت هڅه کوي چې نور په سوداګریزه برخه کې پر پاکستان متقي نه وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button