
افغان الاصله بریتانیا مېشتې رابعه نسیمي د لندن په لوېدیځ کې د «ایسټ اکتون» د سیمهییزې شورا په ټاکنو کې بریا خپله کړې ده.
رابعه نسیمي د ښار شورا څوکۍ وګټله
نوموړې د بریټانیا د کارګر ګوند له لوري دغو ټاکنو ته نومانده وه او د ۱۲۰۷ رأیو په ترلاسه کولو سره یې د ښار شورا څوکۍ وګټله. نوموړې د بریالي شویو درېیو نوماندانو له ډلې دویمه راغلې ده.

د بریټانیا سیمهییزې ټاکنې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې، چې پکې د کارګر ګوند په لندن کې ګڼې څوکۍ خپلې کړې، خو په ځینو نورو سیمو کې یې سیالي بایللې ده.
رابعه نسیمي؛ له افغانستانه تر بریتانیا د سیاسي حضور سفر
رابعه نسیمي په ۱۹۹۹ کال کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه بریټانیا ته کډه شوې وه. هغې د ټولنپوهنې، بشري حقونو او کډوالۍ په برخو کې تر دوکتورا پورې زدهکړې کړې دي او د کمبریج پوهنتون فارغه ده.

د نوموړې مېړه سهراب سیرت هم پر خپلې فېسبوکپاڼې د دې بریا مبارکي ورکړې او دا یې د افغانانو لپاره د ویاړ خبره بللې ده.
د رابعه نسیمي بریا داسې مهال مهمه بلل کېږي چې په وروستیو کلونو کې په بریټانیا او نورو لوېدیځو هېوادونو کې د افغان کډوالو حضور په سیاسي او ټولنیزو برخو کې زیات شوی دی.




