نړیوال خبرونه

راتلونکې اوونۍ پلازمېنه کابل کې د متفرقه‌وو کانکور ازموینه اخیستل کېږي

د ازموینو ملي اداره وايي، راتلونکې اوونۍ به په کابل او ولسوالیو کې د متفرقه‌وو د کانکور ازموینه پیل شي. د دې ادارې مسوولان زیاتوي، دا ازموینې به دوه اوونۍ دوام وکړي او له هغې وروسته به د کانکور پایلې اعلان شي. ورته مهال، نن (جمعه) په کابل کې د کانکور ازموینې په دوو ورځو کې دېرش زره هلکانو او نجونو ګډون وکړ

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش وايي: «په هغه تعداد داوطلبان چې په ولایاتو کې له غیر حاضر او محروم شوي، هغوی ټول به زموږ په وروستۍ ازموینه کې برخه اخلي او په همدې ترتیب به موږ په ۱۵ ورځو کې د کانکور دغه لړۍ په ټول افغانستان کې پای‌ته رسوو. د روان کال کانکور آزموینې ګډون واله مومنه د خوښۍ په څرګندولو سره وایي چې د خپلې خوښې وړ څانګې انتخاب ته یې لاسرسی نه درلود

نور یی ولوله | هغه پاکستاني لوبغاړي چې ډېرې شتمني لري

نور یی ولوله | د امریکا ولسمشر ډاډ ورکوي چې افغانستان به د ترهګرو په پټن‌ځای بدل نه‌شي

د کانکور ازموینې ګډون واله مومنه

د کانکور ازموینې ګډون واله مومنه نذیري وايي: «ډېره ښه ازموینه وه، شفافیت په‌کې هم وو، ډېره ښه تر سره شوه. له بلې خوا، یو شمېر مېرمنې د راتلونکي کال کانکور ازموینې په اړه اندېښنه لري او له اسلامي اماراته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي پرانیزي.

د یوولسم ټولګي زده کوونکې فاطمه

د یوولسم ټولګي زده کوونکې فاطمه وايي: «نجونو ته دې د څانګو په ټاکنه کې محدودیت نه‌وي چې مجبوره شي، هغه رشته انتخاب کړي چې د خوښې وړ یې نه‌وي. د روان کال کانکور آزموینه لومړی په ۳۳ ولایتونو کې او له هغې وروسته په کابل ښار کې ترسره شوه. په دغه آزموینه کې به څه د پاسه ۱۵۰ زره تنه د هېواد د مرکز او ولایتونو پوهنتونونو ته لاره ومومي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button