ځایی

راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

یو ایراني چارواکي خبر ورکړی چې دغه غونډه کې به د ایران، پاکستان، چین او روسیې استازي ګډون کوي

دا غونډه به د دوحې تر غونډې وړاندې به پلازمېنه کابل په راتلونکې اونۍ کې د یوې بلې غونډې کوربه وي چې د یادو هېوادونو استازي به په کې ګډون وکړي.

د دوحې تر غونډې وړاندې به کابل د څلورو ګاونډیو هېوادونو په ګدون د یوې بلې غونډې کوربه وي، چې ښايي په راتلونکې اونۍ کې جوړه شي.

gerdabeweaadcp7
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بهرنیانو سره د غونډې پر مهال

غونډې ته د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازي وربلل شوي، چې موخه یې په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه ادارې د جوړولو لپاره د نظرونو تبادله په ګوته شوې.

په رسمي توګه طالبانو څه نه دي ویلي

که څه هم چې طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي؛ خو تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف رسنیو ته ویلي و، چې د دوحې تر ناستې وړاندې به د افغانستان د دغو څلورو ګاونډیو هېوادونو ناسته جوړېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وار د مخه دغې غونډې ته د خپل استازي د لېږلو پخلی کړی.

نور ولولئ: مسکو: طالبان په رسمیت نه پېژنو

نور ولولئ: د افغانستان بد حالات؛ پاکستان او ایران د افغانانو ملاتړ خپل مسئولیت بولي

نور ولولئ: د ایران او افغانستان د اوبو جنجال؛ ایران وايي، چې هلمند سیند کې له خپلې حق‌ابې نه تېريږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د چارو مشر سید رسول موسوي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:« راتلونکې اونۍ به کابل د سیمه‌ییز دیپلوماتیک خوځښت شاهد وي. د کابل په سیمه‌ییزه ناسته کې چې ایران، پاکستان، روسیه او چین به یې برخه‌وال وي پکې ایراني استازی به هم په کې برخه اخلي او د دوحې د سلواغې د ۲۸مې نېټې تر غونډې وړاندې به جوړه شي. دغه ناسته د افغانستان سولې، ټیکاو، د افغانانو سوکالۍ او د سیمې امنیت ته د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړې پاملرنې ښکارندويي کوي.»

د طالبانو په عمل کې نه بدلون

نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو چې هر څومره له طالبانو غوښتنې کړي، تر اوسه دغه ډلې یوې غوښتنې ته هم د عمل جامه نه ده ور اغوستي.

تازه؛ متقي وايي چې افغانستان کې د یوناما په شتون کې ځانګړي استازي ته اړتیا نشته

د دغې غونډې وړاندې هم د افغانستان به اړه بېلابېلې غونډې جوړې شوې؛ خو تر اوسه یې د طالبانو په کړو، وړو او د افغانستان د ولسي خلکو په ژوند کې د روښانه او څرګند بدلون څرک تر اوسه نه دی جوت شوی؛ خو د دغه هېواد ګڼ خلک د دوحې ناستې پایلو ته سترګې پر لار دي او هیله لري، چې د دغې غونډې پایلې به د دوی د ژوندانه په ځینو برخو کې د بدلون زیری له ځانه سره ولري.

ضمیر کابلوف د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د غونډې جوړېدو خبر ورکړ

طالبانو د ټولګډونه حکومت طرحه هم بار، بار رد کړې او خپل حکومت یې ټولګډونه بللی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button