لوبې خبرونه

راشد ارمان د ۲ لوبو ترسره کولو وروسته (PSL) پرېښود

راشد ارمان د ۲ لوبو ترسره کولو وروسته(PSL) پرېښود.دافغانستان کرکټ ملي ټیم مشهور سپېنر بالر یا ورو توپ اچونکي راشد خان د پاکستان سوپر لیګ یا (PSL) کې دوه لوبې ترسره کړې خو اوس به بېرته د ملي ټیم لوبو ته ستنېږي.

هغه چې د لاهور قلندرز ټیم لپاره لوبه کوله ، په دواړو لوبو کې ښه وځلېده، چې اوس به له کراچۍ څخه متحده عربي اماراتو ته ځي او د ملي لوبډلې سره به یو ځای کېږي.د افغانستان ملي ټیم یو شمېر لوبغاړي پرون متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي.افغانستان په عربي اماراتو کې د زمبابوې خلاف ۲ ټېسټ لوبې ترسره کوي، چې د مارچ په دویمه نېټه به ېې لومړی لوبه تر سره شي.

ښاغلي راشد په سوشل میډیا کې ځینې تصویرونه نشر کړي او وايي چې ډېر ژر د پاکستان سوپر لیګ پرېږدي، خو د ملي لوبډلې سره یو ځای کېدل ورته مهم دي.راشد په خپل پوسټ کې د لاهور قلندرز نه مننه کړې ده او د مینه والو له مینې او ملاتړ څخه يې هم مننه کړې ده. نوموړی وايي چې دلته يې نوې تجربه ترلاسه کړه او بل کال ته به بیا دې لوبو ته راشي اولوبه به وکړي.

20210223 155244

د قلندرز ټیم منیجر او اجراییوي رییس یا (CEO) سمیر رانا هم له ښاغلي خان څخه مننه کړې ده او ویلي يې دي چې راشد خان نه یوازې دا چې یو غوره لوبغاړی دی، بلکې ډېر ښه انسان هم دی. نوموړی راشد خان ته د راتلونکو لوبو لپاره نېکې هیلې هم څرګندې کړې دي.

دغه راز د ويسټ انډيز مشهور توپوهونکى یا بیټسمین کريس ګيل چې د کوټې ګليډيټرز لپاره لوبېده، هم پرون خپله وروستۍ لوبه پیل کړه او بېرته خپل مملکت ته راستون شو.هغه په خپله وروستۍ لوبه کې ډېره ښه توپوهنه وکړه او په ٤٠ توپونو يې ٦٨ منډې ترلاسه کړې، خو لوبډله يې بريالۍ نه شوه.دا هم باید یاده کړو چې نوموړی هر وخت افغان لوبغاړي د هغوی د ښه پر فامنس له امله ستايي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button