Uncategorized

راشد خان٢٠٢٠ کې په ټي ټونټي لوبو کې د ويکټو پنځوسيزه پوره کړه

راشد خان ٢٠٢٠ کې په ټي ټونټي لوبو کې د ويکټو پنځوسيزه پوره کړه د هېواد کرکټ ملي ټيم مشهور سپن بالر په روان کال کې په ټونټي لوبو کې د ويکټو پنځوسيزو پوره کړه، خو نوموړى دويم توپ اچونکى دى چې په ٢٠٢٠ کال کې يې زياتې ویکټې ترلاسه کړي دي.

ارمان خان چې په بيګ باش ليګ کې د اډلايډ سټرايکرز لپاره لوبېږي، نن يې د هوبارټ هوريکنز پر وړاندې په لوبه کې په لوبه کې ١ ويکټ واخيسته، چې له دې سره يې په روان کال کې ٥٠ ويکټې پوره کړې.هغه په نننۍ لوبه کې د ٤ اورونو په ترسره کولو سره ٢٧ منډې ورکړې او ١ لوبغاړى يې وسوځاوه.راشد خان په ٢٠٢٠ کال کې تراوسه پورې ٤١ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې پکې يې ٥٠ ويکټې اخيستي دي.

همدا راز په يوه لوبه کې يې د ٢٢ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.هغه ١٥٩.٢ اورونه ترسره کړي دي، چې ٩٩٨ منډې يې ورکړې دي او اوسط يې ١٩.٩٦ دى، اکانومي يې بيا ٦.٢٦ ده.په ٢٠٢٠ کال کې تر ټولو زياتې ويکټې د پاکستان حارث روف اخيستي دي، نوموړي په ٣٢ لوبو کې ٥٢ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه لوبه کې يې د ٢٣ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

هغه ١٢٠.٥ اورونه ترسره کړي دي او ١٠٠٤ منډې يې ورکړې دي.که څه هم سږکال د افغانستان نړيوالې لوبې په نه شتون حساب دي، خو راشد خان بيا د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي. او هره لوبه کې لاسته راوړنې لري.

دا هم ولولئ:  اریان خان: یاقُربان فلم کې کارکوم

راشد خان چې په دې نږديو کې په کارابين پريمئير ليګ او اى پي ايل کې ولوبېده، اوس په بيګ باش ليګ کې هم لوبېږي.په هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې نوموړي د روان کال تر ټولو اقتصادي توپ اچونه هم ترسره کړه.هغه هره لوبې نه لاسته راوړنو سره رازي او هره لوبه کې وېکټې اخلي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button