راشد خان او عمرزی د ICC په تازه درجهبندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوو مخکښو لوبغاړو، راشد خان او عمرزی، د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه درجهبندۍ کې د نړۍ لومړي مقامونه خپل کړي دي.
د ICC د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو (ODI) په تازه نوملړ کې راشد خان د نړۍ د غوره توپاچوونکو په کتار کې بېرته لومړي مقام ته رسېدلی دی. د پاکستان ابرار احمد دویم او د انګلستان جوفرا ارچر درېیم ځای خپل کړی دی.
همدارنګه، عظمتالله عمرزی د ۳۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د یو ورځنیو سیالیو د غوره الراونډرانو په درجهبندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی. نوموړي په دې برخه کې د زمبابوې نامتو لوبغاړی سکندر رضا شاته پرېښی دی.
د افغان کرکټ لپاره مهم ویاړ
د راشد خان او عمرزی وروستۍ لاستهراوړنې د افغانستان کرکټ لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي. راشد خان له کلونو راهیسې د نړۍ له غوره توپاچوونکو څخه شمېرل کېږي او په نړیوالو سیالیو کې یې تل اغېزناک حضور لرلی دی.
له بلې خوا، عظمتالله عمرزی هم په وروستیو کلونو کې د توپوهنې او توپاچونې په دواړو برخو کې د پام وړ ځلېدلی او اوس یې د نړۍ د غوره الراونډر لقب ترلاسه کړی دی.
ابراهیم ځدراڼ پنځم مقام ته ښکته شوی
په ورته وخت کې، افغان توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو سیالیو د غوره توپوهونکو په نړیواله درجهبندۍ کې دوه درجې شاته تللی او پنځم مقام ته رسېدلی دی.
د کرکټ شنونکي باور لري چې د راشد خان او عمرزی دا بریاوې نه یوازې د افغان لوبغاړو د وړتیا ښکارندويي کوي، بلکې د افغانستان د کرکټ نړیوال اعتبار هم لا پیاوړی کوي.



