سپورټ

راشد خان او محمد نبي هم هند ته لاړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمد نبي هم پرون ناوخته د متحده عربي اماراتو څخه هند ته لاړل.

راشد خان او محمد نبي چې مخکې دواړه په یوه لوبډله کې لوبېدل، اوس راشد په ګجرات ټایټنس او محمد نبي بیا په کلکته نایټ رایډرز کې ولوبېږي.

محمد نبي له راشد خان سره په هوايي ډګر کې اخیستل شوي عکسونه هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي او هند ته د تګ په اړه يې لیکلي دي.

نور یی ولوله | امريکا: د طالبانو غړيتوب ته علاقمند شخص په ۸ کاله حبس محکوم شو

د یادولو وړ ده، چې فضل حق فاروقي او اظهار الحق نوید لومړی او له دوی وروسته بیا رحمان الله ګربز او نور احمد لکڼوال هم هند ته رسېدلي دي.

اظهار الحق نوید د نېټ بالر په توګه له بېنګلور سره دی، راشد، ګربز او لکڼوال د ګجرات سره، فاروفي د حېدراباد او نبي د کلکتې لوبډلې سره دی.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button