نړیوال خبرونه

امريکا: د طالبانو غړيتوب ته علاقمند شخص په ۸ کاله حبس محکوم شو

د امریکا په نیویارک ښار کې یو سړی چې هڅه يې کوله طالبانو سره د امریکايي ځواکونو پر ضد جګړه کې مرسته وکړي، په اته کاله بند محکوم شو. دغه کس د پنجشنبې په ورځ په منهاتن کې محاکمه شو.

رويټرز له نیویارک څخه لیکي چې د لاور محمد حسین په نوم دغه کس د منهاتن په فدرالي محکمه کې د قاضۍ، سیدني اچ شتاین له خوا په سزا محکوم شو.

چارواکو حسین په ۲۰۱۹ کال په کنيدي هوايي ډګر کې افغانستان ته د هغه د سفر په پلان کې د مداخلې په کولو سره ونیوه. د حسین تر محکمې دمخه، قاضي حکومت ته اجازه ورکړه چې دغې قضې پورې د اړوندو شاهدانو د هویت پټولو له پاره ګامونه پورته کړي. په دغو شاهدانو کې د نیویارک ښار د یوه پولیس یادونه هم شوې ده چې د حسین تر نيولو مخکې يې له هغه سره پټه مکاتبه درلوده.

د محکمې د اسنادو له مخې، حسین په ۲۰۱۸م کال کې طالبانو سره یو ځای کیدو ته علاقمند شوی وو او هڅه يې کړې وه چې  ددغه کار له پاره يو بل کس هم جذب کړي، خو دغه بل کس یو حکومتي مخبر وو. د محکمې اسناد وايي چې حسین مخبر ته ويلي وو «مخکې له دې چې مړ شم غواړم له کفارو څخه یو ووژنم.»

نور یی ولوله | طالبان: خبریالان د “ملي امنیت ساتلو په موخه” نيول شوي وو

څارنوالانو ويلي دي چې دغه کس د واکي ټاکي مخابرې او د پلې ګرځيدو له پاره د ضروري شیانو په ګډون د تجهیزاتو پر اخیستلو پیل کړی وو. هغه مخبر شخص ته سپارښتنه کړې وه چې په کافي اندازه پیسې ټولې کړې څو پرې افغانستان ته په رسېدو«یو څه وسلې واخلي.«

د محکمې په اوراقو کې څارنوالۍ حسين یو داسې «خطرناک او سخت دريځه افراطي چې خپل ځان یې د امریکايانو وژلو ته وقف کړی» ښودلی دی او د هغه له پاره يې د ۳۵ کاله حبس غوښتنه کړې وه.

خو د هغه مدافع وکيلانو د بند د یوې داسې مودې غوښتنه کړې وه چې له شپږو کلونو ډيره نه وي. دوی زیاته کړې چې حسین يو بنګالی مهاجر ماشوم وو چې په خپل شخصي ژوند کې يې تر کلونو سختو ګاللو وروسته اسلام منلی وو. هغه ويلي دي چې د حسین دغه وضعیت پرمختللی شوی وو او له سترس څخه د خلاصون له پاره ورته یوه ځان ويجاړونکې هیله پيدا شوې وه. وکیلانو وړاندې ويلي وو چې «ښاغلی حسین تر دغې قضېې د مخه هيڅ کله نه وو نیول شوی او داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې هغه دې چا ته د زيان رسولو او يا تاوتريخوالي وړتيا لرلي وي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button