لوبې خبرونه

راشد خان ب(PSL) کې یوازې ٢لوبو کې برخه اخیستې

راشد خان (PSL) کې یوازې ٢لوبو کې برخه اخیستې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور سپېن بالر راشد خان په اول ځل د پاکستان سوپر ليګ په شپږم پړاو ليګ کې لوبېږي، چې هغه د لاهور قلندرز لوبډلې له لوري اخيستل شوى دى.نوموړي د دې نخ وړاندې هم ګڼ شمېر ټورنمنټونو کې برخه اخیستې.

راشد په پاکستان کې دى او د خپلې لوبډلې سره تمرينات هم پيل کړي دي.د هغه په اړه ويل کېږي، چې هغه به د پاکستان سوپر ليګ یل (PSL)کې يوازې دوه لومړيو لوبو کې برخه واخلي او له هغه وروسته به بېرته د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټېسټ سياليو ته راستون شي.نومړی په فام کې دی او شاید خپلې لوبډلې ته ښه پایله ولري نووړي خپله هم ویلي هڅه به وکړي چې ښه لوبه تر سره کړي.

افغانستان له زمبابوې سره دوه ټېسټ لوبې لري، چې د مارچ په ٢مه نېټه پيلېږي، بلخوا د پاکستان سوپر ليګ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه په کراچۍ کې پيلېږي.له ټېسټ سياليو وروسته بيا افغانستان له زمبابوې سره د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کوي، له همدې امله ويل کېږي، چې راشد خان به يوازې دوه لوبې ترسره کړي او بېرته به راستون شي.

د راشد خان پرته په (PSL) پي ايس ايل کې څلور نور افغان لوبغاړي هم لوبېږي، چې محمد نبي، مجيب الرحمان، قېس احمد او نور احمد لکڼوال هم د بېلا بېلو لوبډلو سره يو ځاى دي.دويي ټول هڅه کوي چې د خپلو لوبډلو لپاره ښه لوبه تر سره کړي تر څو په اینده کې د دږيي رینکنګ (PSL) کې ښه شي.

img 20210218 125220
راشد خان

هېره دې نه وي چې راشد خان په ټولو افغانو لوبغاړو کې لومړی مقام لري او اکثره چې افغانستان لپاره کرکټ کوي.نو ښه پایلو سره هېواد ته راستونیږي.نوموړی د ښه لوبغاړي تر څنګ یو ښه انسان هم دی هر وخت هڅه کوي چې خلکو سره ښه اخلاق وچلوي تر څو خلک د هغه له جحې په تکلیف او ازار نشي او همداراز ښه نوم بامدې خلکو په منځ کې وپېژندل شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button