نړیوال خبرونه

راشد خان دهېواد سېلاب ځپلو لپاره کومکونه راټولوي

راشد خان دهېواد سېلاب ځپلو لپاره کومکونه راټولوي د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکى په پروان ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله سېلاب ځپلو لپاره کومکونه راټولوي،نوموړۍ وايي چې بوره هڅه کوم چې سېلاب ځپلو ته هرډول سهولت برابرولو لپاره مرسته راټوله کړم،

ښاغلۍخان په انلاين بڼه د مرستو راټولولو کمپاين پيل کړى دى، چې دغه مرستې به د پروان سېلاب ځپلو ته ورسول شي.خان په خپل ټويټر کې په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې د هغه خېريه بنسټ په پروان کې د سېلاب ځپلو سره د خوراکي، اولو روغتيايي اسانتياو او د ټرانسپورټ په برخه کې کومک کوي، نوموړي په ټولو خلکو غږ کړى دى، چې په دې کمپاين کې ورسره کومک وکړي او د پروان سېلاب ځپلو سره دې خپلې مرستې وکړي، تر څو د هغه خېريه بنسټ د دوى مرستې سېلاب ځپلو ته ورکړي

په انلاين بڼه چې راشد خان د کومکونو راټولولو کوم کمپاين پيل کړى دى، په هغې کې يې ١٠٠ زره پاونډه ټارګټ ټاکلى دى، چې تراوسه پورې په دغه کمپاين کې ٩ کسانو برخه اخيستې ده او ١١٩٠ پاونډه راټول شوي دي.هغه وايي چې دا رقم کومک راټولول ما نور هم تشویق کوي چې د هېواد خدمت وکړم او خپلو هېوادوالو ته مرسته وړاندې کړم،

د يادونې وړده چې په دې وروستيو کې په پروان ولايت کې ډېر زيات سېلابونه راغلل، چې په سلګونو کورونه يې ړنګ کړل، بلکې شاوخوا يو نيم سل کسان هم پکې مړه شول.او ډېر خلک بې ځایه شوي هم دي اوس دغه خلکو لپاره د دولت لخوا هم محفوظ ځایونو ته وړل کيږي تر څو د نورو افتونو نه محفوظ وساتل شي،

نوموړۍ اوس مهال په ويسټ انډيز کې دى، چې هلته د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) سياليو کې د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې لپاره لوبېږي. هغه به د دغه لیګ نه وروسته افغانستان ته بیرته رازي او دلته به شای چئ شپږيزې کې ولوبیږي،دا هم باید یاده کړو چې د راشد خان نه علاوه مجیب ځدران او محمد نبي هم د سېلاب ځپلو لپاره د مرستې راټولولو لړۍ پیل کړې ده،

راشد خان دهېواد سېلاب ځپلو لپاره کومکونه راټولوي
راشد خان دهېواد سېلاب ځپلو لپاره کومکونه راټولوي

د دغه لوبغاړو نه پرته دولت هم د سېلاب ځپلو ته مرسته وکړه او حکومتي چارواکو ېې مرسته لپاره د دغه ځاۍ لیدنه هم وکړه د بنجشنبې په ورځ د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر صیب عبدالله عبدالله هم د پروان دوره وکړه او ددغه ولایت مسولینو سره ېې ولیدل او لازمې لارښوونې ېې هم وکړې

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button