سپورټسیمه‌ییز

راشد خان: د اساهي مرګ لویه ضایع او د هغه له کورنۍ سره به مرسته کوم

اړوند خبرونه:

د هېواد د )بدن ښکلا) اتل په کابل کې ومړ

راشد خان د اساهي پر مرګ خواشیني ښودلی او د هغه له کورنۍ سره یې د مرستې ژمنه کړې ده.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د بدني ښکلا  او فټنیس اتل علي‌رضا اساهي پر مړینې خواشینې ښودلې ده.

راشدخان جمعه د سلواغې پر ۵مه پر خپلې فیسبوک‌پاڼې د نوموړي له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.

خان زیاته کړې چې هڅه کوي د اساهي له کورنۍ لاسنیوی وکړي او د هېواد پر نورو اوسېدونکو یې هم ورته غږ کړی دی.

پرون د افغانستان د غړو ښکلا فدراسیون خبر ورکړی و چې علي‌رضا اساهي چې دوه وارې یې د غړو د ښکلا نړیواله اتلولي خپله کړې، مړ شوی دی.

علي‌رضا اساهي دوه ځلې د غړو د ښکلا نړیواله اتلولي ګټلې وه چې وروستی وار یې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې دا مقام خپل کړی و.

نوموړي د روان لمریز کال په لړم میاشت کې د (WBPF) له نړیوال فدراسیونه د روزنکي رسمي ډيپلوم هم ترلاسه کړی و.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button