لوبې

راشد خان د کراچي کینګز لوبډلې په توپ وهونکو سر وګرځاوه

د افغانستان کرکټ لوبډلې ستوري لوبغاړي راشد خان د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې په چټکو او ګوګلي توپونو د کراچي کینګز لوبډلې پر توپ وهونکو سر وګرځاوه.

د پاکستان سوپر لیګ د اووم پړاو سیالیو په ۲۶مه لوبه راشد خان غوره توپ اچونه وکړه او د چټکو او ګوګلي توپونو په مرسته یې کراچي کینګز لوبډله په ۱۴۹ منډو وسوځوله.

د معلوماتو له مخې، دا د راشد خان په پي ایس ایل کې وروستۍ لوبه وه او له دې وروسته به بنګله دېش ته ځي او هلته به د افغاستان ملي لوبډلې سره یوځای شي.

راشد خان په روانه لوبه کې ۴ اورونه ترسره کړل، ۱۷ منډې یې ورکړې او د ۴.۲ اکانومۍ سره یې ۴ لوبغاړي وسوځول، چې په دې کې یې بابر اعظم هم ښکار وګرځېده.

نور یی ولوله | ژر پخېدونکي خواړه روغتیا لپاره څومره خطرناک وي؟

ټاکل شوې ده د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه به د فبرورۍ په ۲۳م، دویمه ۲۵م او دریمه به په ۲۸مه نېټه په ډاکه کې ترسره شي. له هغې وروسته به شل اوریزې لوبې په چتګرام کې د مارچ په ۳مه او ۵مه ترسره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button