لوبې

راشد خان: زه خوشحال یم چې یو ځل بیا مې د هېوادوالو پر شونډو مسکا راوسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستوري لوبغاړي اچونکي راشد خان نن تازه په خپل یو پوسټ کې له مینه والو څخه مننه کړې ده او ویلي یې دي، زه خوشحال یم چې یو ځل بیا مې د هېوادوالو پر شونډو مسکا راوسته.

راشد خان اوسمهال په هند کې دی چې هلته د آی پي ایل سیالیو کې د ګجرات ټایټنس لوبډلې سره لوبېږي او بیګا یې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته دغه لوبډله بریا ته ورسوله.

هغه بیګا په وروستي اور کې په داسې حال کې درې شپږیزې ووهلې، چې لوبډلې یې په یو اور کې ۲۲ منډو ته اړتیا لرله او راشد خان دغه هدف ترلاسه کړ او ټولتال یې په ۱۱ توپونو ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نور یی ولوله | د ملا برادر باور؛ ډیری بشري مرستې سیاسي اهداف لري

د نوموړي له ښې لوبې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ مینه والو د هغه پراخه ستاینه وګڼله، د نورې نړۍ مینه والو هغه ته ځانګړې مینه وکړه او افغان مینه والو له هغه مننه وکړه، چې د افغانستان رښتینی استازیتوب کوي.

راشد خان پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:((بیا هم ستاسو د ټولو د نیکو پېرزوینو او دوعاګانو څخه نړۍ نړۍ مننه. زه خوشحال یم چې یو ځل بیا مې د خپلو وطنوالو او مینه والو په شونډو د خوشحالۍ څپه راوسته. موږ تل په خپلو دوعاګانو کې یاد ساتئ.))

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button